د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۳

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د شعارونو په اړه د خلکو هیلې او شکونه!


افغان کاندیدان

راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته د نوماندانو نوم‌لیکنه د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او خلکو له هیلو او شکونو سره مل ده.

ولسمشریزو انتخاباتو ته د نوماندانو د نوم‌لیکنې د مودې تر ختمېدو وروسته اوس په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي او د کابل ښار اوسېدونکي د دغو څېرو او نوماندانو د پلانونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، دغو نوماندانو په خپلو شعارونو کې د ثبات د ټینګښت، د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو، د نظام د بدلون او له فساد سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

دی هیله ښيي چې راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته به بریالي نوماندان وکولای شي، خپل دغه شعارونه عملي کړي.

آرشیف، د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي
آرشیف، د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي

نوموړي زیاته کړه:

"هیله‌مند یو چې شعارونه په عمل کې پلي شي او دوی هغه څه چې د انتخاباتي چارو په ترڅ کې خلکو ته ویلي کله چې بریالي شي هغه عملي کړي."

د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندۍ پروسه تېره ورځ د جدي په ۳۰مه د ۱۸ نوماندانو په نوم‌لیکنې سره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري پای ته ورسېده.

  • ولسمشر محمد اشرف غني
  • اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
  • محمد حنیف اتمر
  • ګلبدین حکمتیار
  • رحمت‌الله نبیل
  • احمد ولي مسعود
  • ابراهیم الکوزي
  • لطیف پدرام
  • حکیم تورسن
  • سید نورالله جلیلي
  • عنایت‌الله حفیظ
  • فرامرز تمنا
  • زلمی رسول
  • نورالحق علومي
  • نورالرحمن لېوال
  • غلام فاروق نجرابي
  • شهاب حکیمي
  • شیدا محمد ابدالي

هغه کسان دي چې راتلونکي ولسمشریزو انتخاباتو ته‌یې ځانونه نوماند کړي دي.

ولسمشر غني د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کې له نوم‌لیکنې وروسته وویل چې د ښې حکومتوالۍ له لارې به افغانستان په پښو ودروي.

د نظام د ساتنې او بدلون له شعارونو سره د کاندیدانو د ثبت بهیر!
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د لویې جرګې د پرېکړې له مخې د نظام پر بدلون له ریاستي نه صدارتي ته پر اړولو ټینګار وکړ.

دې ته ورته یو شمېر نورو نوماندانو په انتخاباتو کې د بریالي کېدو په صورت کې د خپلو پلانونو لکه د اقتصاد پیاوړتیا، اداري فساد او فقر له‌منځه وړلو او دغه‌شان پر ځینو نورو مسایلو خبرې وکړې.

له دې سره یو شمېر عام خلک وایي، دوی دغه څېرې لیدلي او پلانونه‌یې هم اورېدلي، خو د دغو نوماندانو په تړاو بیا بېلابېل نظرونه لري.

د کابل ښار د میوند واټ یو هټۍوال له ازادي راډيو سره په خبرو کې چې تمه نه‌لري چې دغه نوماندان به خلکو ته کار وکړای شي.

دی زیاتوي:

"دوی د خلکو په درد نه‌خوري، ژمنې یې ټولې دروغ دي، ټولو د خپلو جېبونو لپاره کار کړی او خپلې شخصي ګټې په نظر کې نیسي."

خو یو شمېر ځوانان په تېره بیا د پوهنتون محصلین نوماندانو ته په کتو هیله‌مند دي چې د دغو نوماندانو له شمېره د یوه په بریالیتوب سره به هېواد د پرمختګ او امنیت په لوري ولاړ شي.

د یو خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو محصل دُر محمد په‌دې اړه وویل:

"موږ د افغانستان دغه سیاسي څېرې ولیدې، کومې ژمنې چې کوي که یې عملي کړي، نو ډېر به ښه شي ان‌شاءالله که په عمل کې یو څه کار وکړي خوښ به شو."

خلک وایي، سره له دې چې لسیزې جګړې او بدمرغیو ستړي کړي او غواړي راتلونکي ته داسې کس د ولسمشر په توګه انتخاب شي چې ناامني، بې‌وزلي، فساد او بې‌عدالتي له‌منځه یوسي او د خپلو شخصي ګټو پر ځای د خلکو د ژوند د ښه‌والي لپاره هڅې وکړي.

په ورته وخت کې افغان سیاسي کارپوه یونس فکور وایي، ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو له ډلې هغه څوک کولای شي چې د خلکو هیلې پوره کړي چې د حکومتوالۍ تجربه، راتلونکې ته طرحې او پلانونه او له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG