د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

سټارز اېنډ سټرایپس: ولسمشر غني وايي، سوله راولو خو ګدایي یې نه‌کوو


ارشیف، ولسمشر غني
ارشیف، ولسمشر غني
  • ډېلي مېل

بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼه د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یوه مطلب کې لیکي چې افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا سیالۍ ته راووتل.

ډېلي مېل لیکي:

غني او عبدالله د ولسمشرۍ یوې بلې دورې ته وروسته له هغې ځانونه کاندیدوي چې دواړو د امریکا په منځګړیتوب د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو پر سر د لانجې د هواري په نتیجه کې په خپلو کې حکومت سره ووېشه.

د ډېلي مېل په لیکنه غني پرون په خبرو کې پر دې تأکید وکړ چې یو قوي دولت کولای شي چې په افغانستان کې هغه ستونزې پای ته ورسوي چې دا هېواد له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې ورسره مخامخ دی.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

له انترنټه انلاین خپرېدونکې امریکایۍ سټارز اېنډ سټرایپس خپرونې هم د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې دغه انتخابات چې ټاکل شوې د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي، ورسره هم‌مهاله د امریکا متحده ایالاتو هم په‌دې هېواد کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې تېزې کړې دي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د طالبانو له استازو سره څو ځلې کتلي او هڅه‌یې کړې چې هغوی د سولې خبرو ته کېنوي.

خپرونې د سولې په اړه د ولسمشر غني هغه پرونۍ خبره هم را اخیستې چې ویلي یې دي، سوله راولو، خو ګدایي یې نه‌کوو.

غني له طالبانو سره له قید او شرط پرته د سولې د خبرو لپاره وړاندیز کړی، خو دا یې هم ویلي چې د سولې جوړجاړی شرطونه لري، خو طالبانو بیا بیا دا خبره کړې چې په اوس وخت کې که خبرې کوي هغه به یوازې او یوازې له امریکا سره وي، نه د افغانستان له حکومت سره.

په‌دې وروستیو کې له امریکا سره هم په خبرو کې ستونزې راولاړې شوې دي.

  • انډېپېنډنټ

له ۱۷ کلنو جګړې وروسته طالبان په‌دې کې پاتې راغلي چې ټول افغانستان ونیسي، بریتانوۍ انډېپېنډنټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې د ځینو عواملو یادونه کړې او لیکي، طالبانو له کلونو راهیسې د سولې له خبرو کولو ډډه کړې او هیله‌مند دي چې یوه ورځ به کابل ونیسي، هلته به ډموکراتیک دولت ړنګ او پر ځای به‌یې بیا خپل هغه پخوانی د ۱۹۹۶ میلادي کال افراطي رژیم واکمن کړي، خو د لیکوال په باور نننی افغانستان هغه مخکېنی افغانستان نه‌دی چې هغه مهال د کورنۍ جګړې په ترڅ کې ټولې ادارې له‌منځه تللې وې او نه هم دې هېواد ملي اردو درلود، خو نن افغانستان ۳۱۴ زره کسیز ملي اردو او پولیس لري او دغه‌راز ۲۲ زره نړیوال ځواکونه‌یې هم د ملاتړ لپاره په‌دې هېواد کې دېره دي.

انډېپېنډنټ لیکي:

طالبان تر اوسه د دې توان لري چې په کابل کې په لوړه کچه حملې وکړي او د ښارونو ځینې برخې ونیسي، خو د اوږدې مودې لپاره یوه ښاري سیمه نه‌شي ساتلی.

د ورځپاڼې په لیکنه طالبانو له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې تل پر ښاري سیمو په حملو سره د دې هڅه کړې چې هغه ونیسي خپل مرکز په‌کې فعال او له هغه ځایه د واکمنۍ لمنه ټول هېواد ته وغځوي، خو دوی تر اوسه په‌دې کار نه‌دي بریالي شوي.

انډېپېنډنټ لیکي:

په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې ډېر هغه دیني عالمان چې د سولې لپاره‌یې غږ اوچت کړی او په‌دې هېواد کې یې روانه جګړه ناروا بللې وه، ډېر د حملو هدف ګرځول شوي دي.

یوازې په کندهار او بدخشان کې په سلګونه دیني عالمان وژل شوي چې د ډېرو یې هم مسؤلیت طالبانو اخیستی دی، خو دې ته په پام سره چې له طالبانو د مذهبي کړیو او هم د عامو افغانانو ملاتړ کم شوی، د دې ډلې قوت هم ورځ تر بلې کمزوری کېږي.

د لیکوال په باور ښایي طالبانو اوس دا واقعیت درک کړی وي چې د جګړې د دوام پر ځای د سولې د خبرو له لارې خپلو اهدافو ته ژر رسېدلی شي.

XS
SM
MD
LG