د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

هاشمي: که انتخاباتي کمیشنران د قانون له مخې لېرې کېږي، منو یې


ارشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی حفیظ الله هاشمي
ارشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی حفیظ الله هاشمي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی حفیظ الله هاشمي وايي چې که د کمیشنرانو لېرې کول د قانون له مخې تر سره شي، دوی ته د منلو وړ ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي د هغو راپورونو په غبرګون چې حکومت د انتخاباتو د کمېسیون کمیشنران بدلوي، وايي چې که د کمیشنرانو لېرې کول د قانون له مخې وي کمیسیون ته د منلو وړ ده.

دی وایي:

"د انتخاباتو قانون په دې اړه وضاحت لري او د کمیشنرانو د عزل او ټاکلو موضوع پکې روښانه ده، نو که دا کار د قانون له مخې تر سره شي، طبعاً چې مونږ يي منو."

له دې وړاندې ځينو باوري سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو نتیجو له اعلان وروسته به د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون اوسني غړي له وظیفو لېرې شي.

دغې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، دا هم ویلي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه دې پرېکړې ته رسېدلي چې د چنګاښ د ۲۹مې نېټې د ولسمشریزو انتخاباتو مدیریت نوي کميشنران وکړي.

د امریکا سفارت هم د یوې اعلامیي په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په انتخاباتي بنسټونو کې د جدي اصلاحاتو راوستل یوه اړتیا ده.

له دې وړاندې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا هم ویلي، په هغه صورت کې چې کمېشنران د قوانینو په ماتولو تورنېږي، ولسمشر د هغوی د لېرې کېدو واک لري.

د یاد بنسټ د مشر یوسف رشید په وینا، انتخاباتي کمېسیونونو په ډېرو مواردو کې انتخاباتي قوانین مات کړي دي.

ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر یوسف رشید
ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر یوسف رشید

دی زیاتوي:

"د انتخاباتو د قانون په شپاړسمه ماده کې راغلي چې په تحصیلي سندونو کې د تذویر، د جنایت په جرمونو محکومیت، د دندې پر مهال په سیاسي ګوند کې فعالیت، د افغانستان له اساسي قانونه د سرغړونې او ځيني نور هغه موارد ګڼل شوي چې له مخې يي کمیشنران عزل کېدلای شي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون اوسنۍ رهبري د ولسي جرګې انتخاباتو د کمزورۍ مدیریت له کبله په ناتوانۍ او د قوانینو په نقض تورنه شوې ده.

دغه کمېسیون په داسې حال کې چې د ولسي جرګې انتخابات یې نه دي بشپړ کړي، د راتلونکي کال د چنګاښ د میاشتې ۲۹مه د ولسمشرۍ، ولایتي او ولسوالۍ شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه ټاکلې ده.

د کمېسیون غړي حفیظ الله هاشمي ازادي راډيو ته وویل، په کمېسیون کې د بدلون له کبله به دا نېټه هم ضربه ویني، ځکه د ده په وینا، نوې څېرې ډېرې تجربې ته اړتیا لري.

له دې سره د جمهور رئیس سلاکار او د انتخاباتو د کمېسیون پخوانی غړی عزیز بختیاري هم وايي چې په کمېسیون کې بدلونونه به ستونزمن کار وي.

دی وایي:

"که له همدې کمېسیون سره په همدې وضعیت کې انتخاباتو ته ولاړ شو، دا به هم جدي ستونزې لري، ولې په کمېسیون کې لاسوهنه له دې هم ستر خطرونه لري، باید حکومت د همکارۍ هڅه وکړي، دوی ته لازمه بودجه ورکړي او په همدې ډول نورې مرستې، ځکه تر ټولو مهمه دا ده چې انتخابات باید په هېڅ وجه ونه ځنډول شي."

که څه هم حکومت بیا بیا د انتخاباتي کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنې رد کړي، خو ښاغلی بختیاري وايي، په ځينو مواردو کې په کمېسیون د فشارونو او د زورواکو د مداخلو له کبله ستونزې رامنځته کېږي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG