د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۱

زلمی خلیل‌زاد: د افغانستان د سولې لپاره روانې هڅې پر سم لور روانې دي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، د افغانستان د سولې روانې هڅې یې پر سم لور روانې دي او زیاتوي چې د سیمې په‌دې سفر کې تر ډېره د پاکستان له لوري اقدامات داسې دي چې کولای شي ښې پایلې ولري.

زلمي خلیل‌زاد تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې سیمې ته خپل اوسنی سفر یې بشپړ کړ او ښې لیدنې یې درلودې.

ښاغلي خلیل‌زاد ویلي، د افغانستان د سولې لپاره روانې هڅې پر سم لور روانې دي او زیاتوي چې تر ډېره د پاکستان له لوري اقدامات داسې دي چې کولای شي ښې پایلې ولري.

ښاغلي خلیل‌زاد په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

ښاغلي خلیل‌زاد د جنورۍ له اتمې څخه سیمې ته سفر پیل کړی وو چې په ترڅ کې یې عربي متحده اماراتو ، هند، چین، افغانستان او پاکستان ته سفر وکړ.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ یوه بانفوذه جمهوري غوښتونکي سناتور د یکشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له پاکستاني مشرانو سره تر لیدو وروسته وویل چې د امریکا له ولسمشر څخه به وغواړي څو د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هر څومره ژر چې امکان ولري وګوري.

امریکایي سناتور لېندسي ګراهام وویل:

"زه به هغه «ولسمشر ډونالد ټرمپ» وهڅوم چې له صدراعظم عمران خان سره هر څومره ژر چې کېږي عملاً وګوري. فکر کوم سره جوړ راځي. یو ډول شخصیتونه. پر صدراعظم خان په څو لسیزو کې په تېرو لسو شلو کلونو کې له طالبانو سره د پخلاینې پر سر د هغه د خبرو په خاطر انتقاد کېده. هغه سم و. یو څه چې زه‌یې وایم دا دی چې جګړه په افغانستان کې د پخلاینې له لارې ختمېږي."

ګراهام عمران خان یو داسې نوی شریک وباله چې د ده په باور کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې رښتیونې مرسته وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو بانفوذه جمهوري غوښتونکی لېندسي ګراهام په اسلام‌اباد کې
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو بانفوذه جمهوري غوښتونکی لېندسي ګراهام په اسلام‌اباد کې

لېندسي ګراهام وایي:

"عمران خان د بدلون هغه عامل دی چې زه‌یې په تمه وم."

بل‌خوا د افغانستان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې عمران خان هغه کس وباله چې د افغانستان د قضایاوو په اړه‌یې ښه نیت ښودلی او د سولې هڅو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

ښاغلي خوځون د ولسمشر ټرمپ او د عمران خان د لیدو په اړه د لېندسي ګراهام د څرګندونو هرکلی وکړ.​

آرشیف، د افغانستان د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

نوموړي وویل:

​"موږ په‌دې برخه کې د امریکایي سناتور د هڅو هرکلی کوو او تمه مو دا ده چې ټول امریکایي چارواکي که د کانګرس غړي دي، که پوځي او یا سیاسي چارواکي دي او همدارنګه د افغانستان نور ستراتېژیک ملګري چې کولای شي پر پاکستان فشار راوړي چې دغه هېواد عملي اقدامات وکړي، هرکلی کوو او تمه لرو دا فشارونه نور هم ډېر شي."

لېندسي ګراهام د یکشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم د افغانستان د سولې او پخلاینې پر مسئلې خبرې وکړې، خو تر اوسه د دې خبرو نور جزئیات نه‌دي څرګند شوي.

قریشي تر دې یوه ورځ دمخه وویل چې پاکستان هڅه کوي د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو د بل دور کوربه‌توب وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG