د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره خپلې لیدنې کټورې وبللې


له ښي لوري زلمي خليلزاد او چپ لوري ته شاه محمود قریشي
له ښي لوري زلمي خليلزاد او چپ لوري ته شاه محمود قریشي

د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هيله څرګنده کړې چې پاکستان به د افغانستان د سولې په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د افغانستان د سولې او پخلاينې په برخه کې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره د جمعې په ورځ لیدنې کتنې ګټورې بللي دي.

ښاغلي خليلزاد د جمعې په ورځ ناوخته د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل.

د پاکستان دولتي ټلويزیون راپور ورکړی چې دوی د افغانستان د سولې د مذاکراتو په برخه کې د پرمختګونو او د سولې په پروسه کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

همداراز ويل شوي چې د سيمې هېوادونو ته د سولې له پروسې سره د ملاتړ جلبولو په هدف د زلمي خليلزاد د وروستيو سفرونو په اړه هم د پاکستان صدراعظم ته معلومات ورکړل شول.

زلمي خليلزاد د جمعې په ورځ له عمران خان سره تر ليدو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزير شاه محمود قریشي سره هم وکتل.

خليلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره يې د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د سيمه یېزو هېوادونو لکه د پاکستان د مهم رول په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي خليلزاد پر ټوېټر زیاته کړې، شاه محمود قریشي ورته ډاډ ورکړی چې پاکستان به د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي.

ده همداراز ويلي چې په دې برخه کې د نويو پرمختګونو لپاره هيله مند دی.

دا چې ايا د ښاغلي خليلزاد سفرونه په ځانګړې توګه دا ځل سفر به څومره لاسته راوړنې ولري، د سياسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي، د سولې لپاره د ملاتړ راجلبولو پروسه اوس جدي پړاو ته ننوتې، خو په همدې حال کې یو شمېر ستونزې هم شته.

د سياسي چارو کارپوه انتظار خادم
د سياسي چارو کارپوه انتظار خادم

ښاغلي خادم ازادي راډيو ته وويل:

"لومړی دا چې د افغان او امریکا د حکومت ترمنځ باید سوتفاهمات حل شوي وي او د سولې راتګ لپاره یو واحد چوکاټ ولري، دوهمه مسئله د سيمې هېوادونو ته امکانات نه دي ورکړل شوي چې د افغانستان په سوله کې د هغوی څه ګټه ده، درېیم د خپلواکو ناظرینو نه شتون دی، د بېلګې په توګه که د افغانستان د سولې په خبرو کې د افغانستان يا امریکا حکومتونه يا طالبان تخلف کوي، یا هم ژمنې ماتوي، دغو ناظرينو باید مشورې ورکړي وای، يا یې انتقاد پر کړی وای او ورو ورو هغوی په ضامن کوونکو بدل شوي وای."

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې يوې سرچینې ازادي راډيو ته د جمعې په ورځ وويل چې ښاغلی خليلزاد په پاکستان کې د پاکستاني چارواکو تر څنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښکېلو یو شمېر هېوادونو له سفيرانو او نورو چارواکو سره هم ویني.

د پاکستان جيو ټلويزیون د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د ښاغلي خليلزاد او ښاغلي قریشي ترمنځ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغان سولې خبرې به په پاکستان کې کېږي.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو له رسمي دفتره يوې سرچينې د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې پاکستان ورته بلنه ورکړې چې استازي يې په اسلام اباد کې له خليلزاد سره وویني.

زلمی خليلزاد د تېر ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې د افغانستان د سولې په برخه کې د امريکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو او تراوسه یې څو ځلې له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي.

د دې ځل سفر پر مهال پاکستان ته تر تګ مخکې خليلزاد هندوستان، متحده عربي امارتو، افغانستان او چين ته هم تللی.

XS
SM
MD
LG