د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

د انتخاباتو کمېسیون: هېڅ انتخاباتي ټيم له ۲ مرستیالانو پرته درېیم نشي ثبتولای


ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د انتخاباتو د قانون له مخې د جمهوري ریاست کاندید له دوو مرستیالانو پرته په خپل انتخاباتي ټکټ کې درېیم کس نه شي شاملولای.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د هر هغه کاندید انتخاباتي ټکټ به ثبت نه کړي چې په خپل انتخاباتي ټکټ کې یې له دوو مرستیالانو سربېره درېیم کس هم شامل کړی وي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه موضوع د انتخاباتو په قانون کې واضح شوې ده.

دی وایي:

"د انتخاباتو په قانون کې دغه موضوع وضاحت لري، هر څوک چې ولسمشریزو انتخاباتو ته ځان کاندیدوي، دوه مرستیالان لري، درېیم مرستیال ته په قانون کې ځای نشته او نه هم د انتخاباتو کمېسیون سرغړونه کوي، تر دې دمه چا چې نوم لیکنه کړې، له دوو مرستیالانو سره راغلي دي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر راتلونکو انتخاباتو ته ځان کاندید کړ.

د ښاغلي اتمر انتخاباتي ټیم چې د سولې او اعتدال په نامه نومول شوی، په کې محمد یونس قانوني د لومړی مرستیال، محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه او د ترک ټبرو قوم په استازولۍ یې محمد عالم ساعی هم په انتخاباتي ټکټ کې شامل دي.

ښاغلي اتمر ویلي چې د اساسي قانون تر تعدیل پورې به محمد عالم ساعي د مرستيال په شان له ټولو حقونو برخمن وي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني په انتخاباتي ټکټ کې هم چې تر اوسه یې په رسمي ډول نوم لیکنه نه ده کړې، د ثریا دلیل په اړه هم ورته خبره کېږي.

ښاغلي غني د خپل دوهم مرستیال سرور دانش په اړه پخوا ویلي وو او اوس سرچینې وايي چې لومړی مرستیال یې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امرالله صالح دی.

ویل کېږي چې په یو شمېر نورو انتخاباتي ټکټونو کې هم پر مرستیالانو سربېره، درېیم کس ته ځای ورکړل شوی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی هم وايي چې پر دوو مرستیالانو سربېره په انتخاباتي ټکټ کې درېیم کس شاملول د اساسي قانون خلاف کار دی.

ارشیف، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی
ارشیف، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی

نوموړي زیاته کړه:

"هر کاندید د دوو مرستیالانو حق لري لومړی او دوهم مرستیال، د قانون له مخې دوی هېڅ حق نه لري چې درېیم کس په انتخاباتي ټکټ کې شامل کړي، د انتخاباتو کمېسیون باید درېیم ټکټ قبول نه کړي او نه یې هم اعلان کړي."

تراوسه عبدالحکیم تورسن، شهاب حکيمي، سید نورالله جلیلي، عبدالطیف پدرام، زلمي رسول، نور الحق علومي، فرامز تمنا او حنیف اتمر د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه کاندیدان کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې ټاکل شوې چې نن رحمت الله نبیل، احمدولي مسعود او محمد ابراهیم الکوزی هم ځانونه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته نوماند کړي.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي د مطبوعاتي ټیم غړي فضل غني حقمل ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم له خپلو مرستیالانو سره نن راتلونکو انتخاباتو لپاره نوم لیکنه وکړي.

ښاغلي حقمل زیاته کړه چې د ښاغلي حکمتیار دواړه مرستیالان د حزب اسلامي دوه مشهور غړي دي، خو په اړه یې جزیات ور نه کړل.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم وايي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په انتخاباتي ټکټ کار روان دی او د ورځې ناوخته به اعلان شي.

ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکي لمریز کال د سرطان په ۲۹ مه ترسره شي.

د دغو انتخاباتو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر سبا د یکشنبې په ورځ پای ته رسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې تراوسه د دوو ښځو په ګډون له ۷۰ زیاتو کسانو د انتخاباتو معلوماتي کڅورې ترلاسه کړې، خو اوس به ولیدل شي چې تر پاتې یوې ورځې پورې نور څو کسان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نوم لیکنه کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG