د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

اشرف غني په انتخاباتو کې د لومړي مرستیال په توګه امرالله صالح غوره کړی


امرالله صالح
امرالله صالح

راپورونه وايي چې ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لومړي مرستیال په توګه امرالله صالح غوره کړی دی.

ښاغلی غني ته یوې نژدې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر به د یکشنبې په ورځ له خپلو دوو مرستیالانو سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د نوم‌لېکنې لپاره ولاړ شي.

سرچینه زیاتوي چې د ولسمشر غني په انتخاباتي ټیم کې به سرور دانش بیا هم دوهم مرستیال وي.

له بلې خوا محمد حنیف اتمر نن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندید په توګه رسماً خپل نوم ثبت کړ.

د ښاغلي اتمر په انتخاباتي ټکټ کې محمد یونس قانوني د لومړي او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه معرفي شول.

ښاغلي اتمر له نوم‌لېکنې وروسته په یوه خبري غونډه کې د خپلو اهدافو په اړه معلومات ورکړل:

"موږ د ملي وحدت، سولې او عدالت لپاره ملا تړلې او هیله مو له روان حالته د هېواد ایستل او د حکومت د مشرتابه بدلول دي."

اتمر خپل انتخاباتي ټیم د سولې او اعتدال په نوم یاد کړ.

د اتمر د انتخاباتي ټیم یوه غړي برنا کریمي وویل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د سولې او اعتدال د ټیم ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG