کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکلي دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د شاه محمود قریشي د تېرې ورځې د سفر په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي.
ورځپاڼه لیکي:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په خپل سفر کې ډاډ ورکړی چې اسلاماباد به د طالبانو مشران افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې د افغان حکومت د مشرانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر تر لیدنې کتنې او خبرو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې مسؤلانو وویل چې قریشي د سولې په برخه کې یو مهم پیغام له ځانه سره درلود.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې پاکستان دې د افغان سولې په اړه خپل روغ نیت او صداقت ثابت کړي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې دغه هېواد په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان د سولې په اړه له لسګونه، ملي، سیمهییزو او نړیوالو ژمنو څخه خپلې یوې ژمنې ته هم د عمل جامعه نهده اغوستې.
ورځپاڼې لیکلي، هیله ده چې د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او روسیې په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه پاکستان پهدې مسئله کې رښتینې همکارۍ ته اړ کړي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې چین ته تللی و هلتهیې د چین له نړیوال ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي چې د سولې خبرې باید په خپله افغانان مخکې یوسي.
په مطلب کې وړاندې د نوموړي په حواله راغلي چې د سولې لپاره به د امریکا هڅې هغه وخت نتیجه ورکړي چې افغانستان په دغه بهیر کې بشپړه ونډه ولري.
ورځپاڼه وايي، کرزي ټینګار کړی چې په خپله افغانان باید د سولې د روان بهیر مسؤلیت ولري.