د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د دایکنډي چارواکي: د جګړو له امله ۲۵۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ عاجلې مرستې غواړي


ارشیف
ارشیف

د دایکنډي ولایت د ولایتي شورا مسؤلین خبر ورکوي چې په‌دغه ولایت کې په تېرو درېیو ورځو کې د جګړو له کبله ۲۵۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د ولایتي ادارې مسؤلین ژمنه کوي، ډېر ژر به له یادو کورنیو سره مرستې وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې لسګونه وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د پاتو ولسوالۍ په تمزان نومې سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړل چې پر مهال‌يې درې امنیتي پوستې سقوط شوې او ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG