د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

د سولې شورا: د سیمې هېوادونو او د امریکا هلو ځلو سولې ته نېږدې کړي یو


د افغانستان د سولې عالي شورا مسکو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر مهم بولي.

د سولې عالي شورا وايي چې د افغان سولې په اړه د سیمې د هېوادونو او امریکا وروستیو هلو ځلو دوی سولې ته نېږدې کړي دي.

د دغه شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د جمعې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې مسکو ته د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر مهم وباله او وېې ویل، دوی هیله لري چې د زلمي خلیلزاد دا سفر د سولې د مخامخ خبرو د پیل لامل وګرځي.

عطا الرحمن سلیم
عطا الرحمن سلیم

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"په وروستیو کې د افغانستان د مسایلو په اړه د مسکو علاقه‌مندي ډېره شوې ده، کومه ناسته يې چې په مسکو کې جوړه کړه، د همدغه ناستې په دوام چې د دوهمې ناستې کوربه‌توب کوي، کومې اړیکې يې چې طالبانو سره جوړې کړي دي او دغه ډلې ته يې چې د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه دا ټول دا په ډاګه کوي چې روسان هم د نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان په مسئله کې مهم رول لري، نو زه فکر کوم چې مسکو ته به د ښاغلي خلیل‌زاد سفر مهم وي او ښه لاس ته راوړنې به ولري."

دا په‌داسې حال کې ده چې تېره ورځ زلمي خلیل‌زاد له افغان چارواکو سره له لیدو کتو وروسته مسکو ته روان شوی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی خلیل‌زاد له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره له لیدو کتو وروسته مسکو ته ولاړ.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره ورځ ازادي راډيو ته ویلي چې ښاغلي خلیل‌زاد له پاکستاني چارواکو سره د خپلو خبرو د نتایجو په اړه ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړل.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي خلیل‌زاد له دې وړاندې پاکستان ته د سفر په ترڅ کې له صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي سره په اسلام‌اباد کې وکتل.

ښاغلی خلیل‌زاد داسې مهال مسکو ته سفر کوي چې دوه ورځې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د پیل کړو هڅو د ملاتړ غږ وکړ.

نوموړي د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول له روسیې او ایران څخه وغوښتل چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

دا سیمې ته د زلمي خلیل‌زاد درېیم سفر دی خو په تېرو دوه سفرونو کې مسکو ته نه وو تللی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون اداری پلاوی وايي، په داسې حال کې چې مسکو په افغانستان کې د داعش وسله‌والې ډلې له موجودیته په ویره کې ده واشنګټن باید قناعت ورکړي چې دوی په افغانستان کې د ټولو وسله والو ډلو په وړاندې یو ډول عمل کوي.

داوود کلکاني
داوود کلکاني

د دغه کمېسیون مرستیال داوود کلکاني د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"که امریکایان روسانو ته قناعت ورکړي چې دوی په افغانستان کې د داعش وسله‌والې ډلې په وړاندې مبارزه کوي او د سیمې په مسایلو کې د دوی دریځ له روسیې سره په ټکر کې نه‌دی، نو په‌دې کې شک نشته چې دا خبره به د دې لامل شي چې روسیه له امریکا سره د افغان سولې په پروسه کې مرسته وکړي."

د افغانستان د سولې په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له روسیې وروسته ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړي.

د ښاغلي خلیلزاد دا سفر د روانې میلادي میاشتې په دوهمه نېټه پیل شوی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د همدې میاشتې په ۲۰ مه نېټه به پای ته ورسیږي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG