د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

فارن پالیسي: متحده ایالتونه جګړې نه بایلې


  • واشنګتن پُسټ

څو نړیوالو رسنیو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا په تازه هڅو تمرکز کړی دی.

امریکایي واشنګتن پُسټ ورځپانې لیکلي چې دا اونۍ د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تازه هڅو چې له پاکستانه یې د افغان سولې په برخه کې د مرستو غوښتنه کړې کوم پرمختګ نه دی لرلی.

خو د ورځپاڼې په لیکنه داسې ښکاري چې د امریکا او پاکستان اړیکې تر سړېدو وروسته اوس بېرته ورو ورو تودې شي.

واشنګتن پُسټ وړاندې لیکي چې متحده ایالتونو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغان سولې لپاره د خپل خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د خبرو جزییات نه دي ورکړي خو عمران خان په احتیاط چلند کړی او د سولې خبرو ته د طالبانو د راوستلو په برخه کې یې د امریکا غوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی.

واشنګتن پُسټ: عمران خان په احتیاط چلند کړی او د سولې خبرو ته د طالبانو د راوستلو په برخه کې یې د امریکا غوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی.
واشنګتن پُسټ: عمران خان په احتیاط چلند کړی او د سولې خبرو ته د طالبانو د راوستلو په برخه کې یې د امریکا غوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی.

له دې سره سره ډېر داسې رپوټونه خپاره شوي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر څلور مشران څو ورځې مخکې له زلمي خلیلزاد سره د خبرو لپاره پاکستان ته تللي دي.

واشنګتن پُسټ: طالب چارواکي پاکستان ته تللي او ښايي هڅه یې کړې وي چې له زلمي خلیل‌زاد سره راتلونکې لیدنې همغږې کړي.

د واشنګتن پُسټ ورځپاڼې په لیکنه څو پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې طالب چارواکي د شخصي لیدنو لپاره پاکستان ته تللي او ښايي هڅه یې کړې وي چې له زلمي خلیلزاد سره راتلونکې لیدنې همغږې کړي.

تمه کیږي چې خلیلزاد همدا روانه میاشت قطر ته هم ولاړ شي.

  • فارن پالیسي

فارین پالیسي خپرونې هم لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دغه هېواد د دوو نورو ولسمشرانو په څېر د خبرو میز ته د طالبانو د راوستلو په برخه کې د پاکستان د همکارۍ غوښتنونکی دی.

د خپرونې په لیکنه د امریکا مرکچي زلمی خلیل‌زاد یو وړ او مجربه ډیپلوماټ دی او د افغانستان لپاره د سیاسي خبرو اترو د مخته وړلو وړتیا لري.

فارین پالیسي استدلال کوي چې متحده ایالتونه جګړې نه بایلې یواځې یې علاقه پکې کمیږي.

د افغان سولې لپاره د خپل خاص استازي زلمي خلیل‌زاد
د افغان سولې لپاره د خپل خاص استازي زلمي خلیل‌زاد

په دوام کې راغلي چې د امریکا په نزد افغانستان یو بیوزلی او لرې پروت هېواد دی او هغه وخت د امریکا متحده ایالتونو لپاره ډېر اهمیت پیدا کوي چې مخالف قدرتونه یې د کنټرول لپاره لستوڼي بډ وهي.

فارن پالیسي: افغانستان هغه وخت د امریکا لپاره ډېر اهمیت پیدا کوي چې مخالف قدرتونه یې د کنټرول لپاره لستوڼي بډ وهي.

فارن پالیسي په افغانستان کې د امریکا د څو پخوانیو مشرتابه و هڅو ته په کتو لیکلي چې: د امریکا ډېر بحثونه له ۲۰۰۹ کاله راهیسې په دې څرخیږي چې څنګه د متحده ایالتونو تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیږي.

د خپرونې په لیکنه په افغانستان کې د سولې هڅو ته په کتو د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې یو وخت له افغانستان د امریکايي پوځيانو د وتلو لپاره وخت ټاکلی و خو فارن پالیسي لیکي دلته دې د ډونالډ ټرمپ کور ودان وي چې دا مهالویش یې په پام کې ونه نیوه.

XS
SM
MD
LG