د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

«نیکولاس‌کي» هیله څرګندوي چې د افغانستان د سولې خبرې به ژر نتیجه ورکړي


په افغانستان کې د بریتانیا سفیر چې د ناټو نوی ملکي استازی هم ټاکل شوی هیله څرګندوي چې د افغانستان د سولې خبرې ژر نتیجه ورکړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې او د ولسمشرۍ د انتخاباتو خبرې ګرمې دي، په کابل کې د بریتانیا سفیر نیکولاس کي وايي، دوی د انتخاباتو د امنیت لپاره د افغان ځواکونو په وړتیا باور لري، خو که له هغې مخکې د سولې خبرې نتیجه ورکړي، دا به غوره وي.

نیکولاس کي چې په افغانستان کې د ناټو نوی ملکي استازی هم ټاکل شوی، د پنجشنبې په ورځ یې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل، د سولې لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او زلمی خلیل‌زاد په‌دې روغه جوړه کې مهم رول لوبوي.

دی وايي، له دې هڅو سره باید هر څوک فکر وکړي چې دوی د سولې لپاره څه کولای شي؟

نوموړی زیاتوي:

"باور مهم دی، د سولې لپاره یوه ملي اجماع باید موجودوي دا فکر باید وي چې سوله څه معنا، ګوندونه او ډلې ورته څه کولای شي؟ او دا چې دوی د سولې لپاره کوم قیمت پرې کوي."

ښاغلی نیکولاس کي له ازادي راډيو سره د دې ځانګړي مرکې نه یوه ورځ وړاندې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د لوړ پوړي ملکي استازي په توګه هم وټاکل شو.

دی وايي، په افغانستان کې د ځواکونو د تجهیزانو او جګړو خبره تل شوې، خو اوس باید دې ته هم فکر وشي چې افغان ښوونځي، روغتونونه او نور عامه خدمات په کوم حالت کې دي.

د نیکولاس کي په باور دغو خدماتو ته هغه وخت ښه پاملرنه کیدای شي چې په افغانستان کې د جګړې پر ځای سوله او له مخالفینو سره روغه جوړه ممکنه شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د درېیم ځل لپاره د سیمې د هېوادونو په سفر وتلی دی.

خو دا چې د سولې لپاره د ښاغلي خلیلډزاد هڅو ته څومره تمه کېږي؟ په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، د سولې خبرې چې څومره ژر تر سره شي د هرکلي وړ دي.

خو ده د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د سولې روانه پروسه ژر بریالۍ نه‌شي، دی د جمهوري ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه یې نظر څه دی؟

ده وویل:

"هر څومره ژر چې سوله او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو لړۍ ممکنه وي، موږ يې هرکلی کوو، خو د انتخاباتو لپاره افغان ځواکونو د تېر اکتوبر په میاشت کې هم خپله پیاوړتیا وښوده او موږ بیا هم باور لرو چې دوی د ولسمشرۍ انتخاباتو ته خپل پلان لري او هغه تر سره کولای شي."

ښاغلي نیکولاس کي وویل چې د دوی په شمول نړیوال ټولنه د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره مالي او تخنیکي مرسته کوي.

له دې وړاندې بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هیله ښودلې وه چې تر انتخاباتو مخکې سولې ته ورسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اعلان شوې نېټې له مخې د افغانستان د ولسمشری انتخابات د حمل د میاشتې په ۳۱مه نېټه کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG