د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

پاکستاني چارواکو خلیل‌زاد ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې ملاتړ به کوي


د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ته ډاډ ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د طالبانو سره د خبرو اترو له لارې سولې ته د رسېدو ملاتړ وکړي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس وايي، په همدې ورځ د طالبانو د قطر د دفتر څلور غړي هم د پاکستان په پلازمېنه کې وو.

دا خبري اژانس زیاتوي، پاکستان پرله‌پسې واشنګټن ته ویلي چې پر طالبانو د دوی د اغېز په اړه مبالغه کېږي، خو په تېر کې دې هېواد د خبرو لپاره د طالب مشرانو په ورغوښتلو څرګنده کړې چې پر دې ډلې کافي اغېز لري.

یو طالب چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط اسوشیټېد پرس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د قطر له دفتره پاکستان ته په تللي پلاوي کې د طالبانو څو مهم چارواکي شاه الدین دلاور، ضیاالرحمن مدني، سهیل شاهین او صلاح حنفي شامل دي.

په دوحه کې د طالبانو دفتر
په دوحه کې د طالبانو دفتر

په راپور کې ویل شوي تر اوسه داسې څرګنده نه‌ده چې دا څلور کسان به چا سره ګوري؟ او څومره وخت به پاکستان کې وي؟ خو تمه کېږي چې د دوی دا سفر به څو ورځې وروسته په قطر کې د زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې لپاره مقدمه وي.

زلمی خلیل‌زاد د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو، له هغې راوروسته نوموړي په افغانستان کې د روان جنګ د سوله‌ییز هواري لپاره هڅې چټکې کړي او دا یې د افغانستان او پاکستان په شمول د سیمې هېوادونو ته درېیم سفر دی.

ټاکل شوې چې خلیل‌زاد به له پاکستان وروسته، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم ولاړ شي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

طالبانو منلې چې په نومبر کې یې د خلیل‌زاد په مشرۍ امریکايي پلاوي سره په قطر کې درې ورځني مذاکرات کړي.

پاکستان ته د زلمي خلیل‌زاد د سفر په درشل کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې هېواد صدراعظم عمران خان ته یو لیک استولی او په هغې کې یې د افغانستان په سوله کې د نوموړي همکاري غوښتې.

عمران خان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، حکومت به‌یې د افغانستان د سولې لپاره ټولې ممکنې هڅې وکړي.

په اسلام‌اباد کې د ښاغلي خلیل‌زاد د سې شنبې د ورځو د لیدنو کتنو په اړه ډېر جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی خلیل‌زاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې د ولسمشر ټرمپ هغه غوښتنه تکرار کړه چې د افغانستان سوله کې یې د پاکستان همکاري غوښتې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت بیان زیاتوي چې شاه محمود قریشي، له زلمي خلیل‌زاد سره په‌دې لیدنه کې په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې د جوړجاړي له هڅو د خپل هېواد د پایدار ملاتړ ډاډ ورکړ.​

د سې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور خبریالانو ته وویل، پر طالبانو د پاکستان د اغېز په اړه مبالغه کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی په تکرار له وسله‌والو طالبانو غوښتي چې د سولې له خبرو سره یوځای شي.

اصف غفور وايي چې دوی د همدې په خاطر د ملا عبدالغني برادر په شمول طالب بندیان له زندانه خوشې کړي.

د پاکستان د پوځ دې ویاند همدارنګه ویلي چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې دوی په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو سره په جګړه بوخت وو او له همدې کبله‌یې هغه غوښتنې له پامه غورځولي چې د حقاني شبکې په شمول د افغان وسله‌والو د ځپلو په برخه کې ترې کېدې.

بل‌خوا د پنټاګون له‌خوا په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته نومول شوي امریکايي جنرال کینیټ مکېنزي د خپل هېواد د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته ویلي په افغانستان کې د اوږدمهالي ثبات لپاره د پاکستان همکاري ضرور ده او دا هېواد کولای شي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اسانتیا برابره کړي.

امریکايي جنرال کینیټ مکېنزي

خو جنرال مکېنزي زیاته کړې:

"تر دې مهاله داسې نه‌ښکاري چې پاکستان دې پر افغان طالبانو له خپل ټول نفو‌ذه کار اخيستی وي، څو دا ډله د سولې خبرو ته راولي."

دې امریکايي جنرال د سناتورانو پوښتنو ته په خپلو لیکلو ځوابونو کې زیاته کړې:

"موږ به وګورو چې طالبان غواړي د هندوستان په وړاندې ترې د محافظ کار واخیستل شي او که د یو باثباته او پخلا شوي افغانستان برخه واوسي."

XS
SM
MD
LG