د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره په خپل درېیم سفر کې ۸ هېوادونو ته ځي


د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په درېیم ځل د افغانستان او د سیمې د هېوادونو په سفر وتلی دی.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یو ځل بیا د افغان سولې په خاطر د سیمې هېوادونو په سفر راوتلی، خو په سفر کې يې د تېرو دورو په پرتله ډېر هېوادونه په پلان کې دي.

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه ځانګړې ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان له سولې د ملاتړ او دغې بهیر ته د زمینو د برابرولو په اړه پاکستان، افغانستان، روسيي، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته سفرونه کوي.

له دې وړاندې ښاغلی خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د رسمي مسؤلیت اخیستلو وروسته د اکتوبر او له هغې وروسته بیا تېره نومبر میاشت هم د سیمې هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

خو د ده په درېیمه دوره کې ډېر هېوادونه او وخت په پام کې نیول شوی دی.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارته په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد به د ډسمبر له دوېیمې تر ۲۰مې نېټې د یادو هېوادونو په سفر وي.

د دې تر څنګ روسیه، ازبکستان، ترکمنستان او بلجیم هغه هېوادونه دي چې د خلیلزاد په تېرو سفرونو کې نه وو شامل، خو دا ځل ورته د سفر پلان شته.

نوموړي په تېرو دواړو سفرونو کې په قطر کې له طالب استازو سره هم ولیدل او وروسته يي په کابل کې خبریالانو ته وویل دی هیله لري چې تر راتلونکو پنځو میاشتو له طالبانو سره سوله وشي.

په همدې حال کې د خلیلزاد له دغو سفرونو سره هم مهاله پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته خط لېږلی او ورڅخه يې د افغان سولې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د سولې دغو هڅو ته په کتو، د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالو له خوا ښه ملاتړ رامنځته شوی دی.

ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ يې د وزیرانو شورا په غونډه کې د جنيوا د کنفرانس د لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې، ټينګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه له هغو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه لري چې د افغانستان د سولې په برخه کې څه کولای شي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"د کنفرانس ګډونوالو هېوادونو، سازمانونو او بنسټونو په ټوله کې ټولو د سولې له بهیره ملاتړ وکړ او له هغو هېوادونو څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې اغېزمن څه کولای شي او ټینګار هم په دې و چې د سولې د بهیر مشري باید د افغانانو په لاس کې وي."

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي، دوی د امریکا د ځانګړي استازي د سولې لپاره هڅو او سفرونو ته په نېک نظر ګوري.

ښاغلي قاسمیار ازادي راډیو ته وویل، د خلیلزاد په سفر کې پلان شوي هېوادونه په یوه نه یوه ډول د افغان سولې په برخه کې رول لوبولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG