د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

طالبان به د سولې په اړه د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي؟


د افغانستان د سولې د پروسې د چټکېدو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد بیا افغانستان او سیمې ته سفر له اسلام‌اباده پیل کړی دی.

د دغه سفر په ترڅ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د پاکستان صدراعظم ته په استولي لیک کې له هغه د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان حکومت هم له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیلیدو لپاره یو۱۲ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

له دغو ټولو هڅو سره- سره ایا طالبان به چې تر اوسه یې د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کړې، دغو خبرو ته حاضر شي؟

دا پوښتنه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د مرکې په پیل کې له افغان کارپوه یونس فکور څخه کړې ده.

له ښاغلي فکور سره مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG