د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د اوکراین ولسمشر: ناټو دې ازوف سمندرګي ته خپلې کښتۍ واستوي


د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو پر ناټو غږ کړی چې ازوف سمندرګي ته خپلې کښتۍ واستوي، څو د اوکراین د کښتیو په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

دا غوښتنه داسې مهال شوې چې د یکشنبې په ورځ روسيې د کریمیا په سواحلو کې درې اوکرایني بېړۍ د هغو له عملې سره نیولې دي.

اروپایي ټولنه تر اوسه په‌دې نه‌ده بریالۍ شوې چې د اوکراین او مسکو ترمنځ د وروستۍ لانجې په برخه کې پر یوه واحد اقدام موافقه وکړي.

د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو له یوې جرمني ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د نومبر په ۲۹مه خپره شوه، هیله وښوده چې د ناټو هېوادونه داسې اقدامات وکړي چې د روسيې په مقابل کې د اوکراین پوځي خوندیتوب او پر مسکو د بندیزونو ډېرېدل په‌کې شامل وي.

د اوکراین ولسمشر
د اوکراین ولسمشر

ناټو د روسیې له‌خوا د اوکراین د ۲۴ کښتۍ چلوونکو د نیولو په برخه کې په شفاهي ډول د کیف د ملاتړ خبره کړې ده.

اوس پروشنکو هیله لري چې ناټو هېوادونه چمتو اوسي چې د ازوف سمندرګي ته د اوکراین د ملاتړ او امنیت لپاره خپلې کښتۍ ولېږي.

هغه ادعا وکړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځان یو امپراتور او اوکراین د روسیې یوه مستعمره ګڼي.

ولسمشر پروشنکو زیاته کړه چې یوازنۍ ژبه چې روسیه ورباندې پوهېږي د لوېدیځې نړۍ یووالی دی.

د اوکراین ولسمشر وایي، د روسیې اشغالګرې پالېسۍ ورته د منلو نه‌دي چې لومړی کریمیا وه، بیا د اوکراین ختیځ او اوس غواړي د ازوف سمندرګی اشغال کړي.

ازوف هغه اوبه دي چې کریمیا ټاپو یې د اوکراین له خاورې بېله کړې ده.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا له اوکراین څخه الحاق کړه.

اوکراین د ناټو متحد هېواد دی، خو د پوځي ائتلاف غړی نه‌دی.

ناټو وړاندې هم ویلي چې له اوکراین سره درېږي او پر روسیې یې غږ کړی و چې د اوکراین کښتۍ او عمله‌یې خوشې کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ دغه‌راز روسیې ته خبرداری ورکړی چې دغه اقدامات به‌یې عواقب ولري.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

په همدې حال کې دغه سازمان لا تر اوسه نه‌دی بریالی شوی چې د همدې اوکراین د مسئلې په ارتباط پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو او یا د موجودو بندیزونو په سختولو کې یوه خوله شي.

پولنډ، بریتانیا او د اروپایي ټولنې بالټیک هېوادونو پر مسکو د نورو بندیزونو غوښتنه کړې ده، خو تر درېیو ورځو بحثونو وروسته د اروپایي ټولنې ۲۸ غړو هېوادونو یوازې پر دې موافقه کړې چې یوه اعلامیه خپره کړي او په هغه کې یې د دغو لانجو د ډېروالي د خطر په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په‌دې اعلامیه کې چې د نومبر پر ۲۸مه خپره شوه راغلي چې د روسیې له‌خوا د زور کارول د منلو وړ نه‌دي.

په اعلامیه کې د نویو بندیزونو خبره نه‌ده شوې، خو دا یې ویلي چې دغه بلاک به د دې وضعیت په دوام سره مناسب اقدام وکړي.

د دغه بلاک عمده قدرتونو لکه جرمني او فرانسې تر اوسه پر هغو هڅو ټینګار کړی دی چې د مسکو او کیف لانجې هوارې کړي.

نورو غړو لکه ایټالیا، یونان، بلغاریا او قبرس بیا پر مسکو د بندیزونو د نرموالي غوښتنه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د نومبر په ۲۷مه پر مسکو د اروپایي ټولنې د اوسنیو بندیزونو د سختولو غوښتنه کړې ده.

استونیا هم د نومبر په ۲۸مه له مسکو څخه خپل سفیر ورغوښتی دی او په وروستۍ پېښه کې یې د روسیې له‌خوا د پوځي ځواک کارول غندلي دي.

XS
SM
MD
LG