د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د کیف او مسکو ترمنځ په رامنځته شوي نوي کړکېچ کې لوېدیځ د اوکراین ملاتړ کړی


وروسته له هغې چې روسیې په توره بحیره کې د اوکراین څو کښتۍ له ۲۰ زیاتو ماڼوګاڼو سره ونیولې، د لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشرانو د دې پېښې پر سر د کیف او مسکو ترمنځ د راپورته شوي نوي کړکېچ په ترڅ کې د اوکراین ملاتړ کړی دی.

اوکراین په یو شمېر سیمو کې د یوې میاشتې په مخه پوځي حالت اعلان کړی دی.

ملګرو ملتونو او د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو مشرانو په هغو بیانونو کې چې د دوشنبې د ورځې په وروستیو کې یې خپاره کړي هغه څه چې دوی د روسیې له‌خوا د اوکراین پر ملي حاکمیت ښکاره تېری او د بحرونو په اړه له نړیوالو تړونونو د روسیې سرغړونه ګڼلې، غندلي او له مسکوه‌یې غوښتي دي چې سمدستي دې د اوکراین توقیف شوي ماڼوګان خوشې کړي.

د یکشنبې په ورځ د تورې بحیرې د کریمیا په سواحلو کې روسي کښتیو پر اوکرایني کښتیو ډزې وکړې او وروسته د روسیې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د اوکراین د بحري ځواکونو شپږ سرتېري ټپیان شول.

اوکراین له دغې پېښې وروسته چې هغه‌یې د روسیې تېری وباله په یو شمېر هغو سیمو کې چې روسیې ته نږدې پرتې او د روسیې له‌خوا د احتمالي تېري په وړاندې زیانمنونکې دي، سر له سبا د ۳۰ ورځو په مخه پوځي حالت اعلان کړ.

د اوکراین پارلمان پرون دوشنبه دغې قانوني مسودې ته د ولسمشر پترو پروشنکو له‌خوا وړاندې شوې وه مثبته رأیه ورکړه.

د دغه قانون له مخې چې سر له سبا د نومبر له ۲۸مې عملي بڼه خپلوي، د یو شمېر ځواکونو د منسجم کولو او د اوکراین د هوایي مدافعې د ځواکونو د پیاوړي کولو او د استخباراتو او ترهګرۍ ضد هڅو په ګډون یو لړ اقدامات شامل دي.

دغه نظامي قانون د اوکراین له ۲۷ حوزو څخه په لسو کې عملي کېږي چې د روسیې د احتمالي تېري په وړاندې تر ټولو زیاتې زیانمنونکې دي.

د پارلمان وکیلانو دغه‌راز ټینګار وکړ چې د دغه پوځي حالت له جاري کېدو سره سره باید د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات په خپل ټاکلي وخت د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۳۱مه ترسره شي.

  • د امریکا عکس‌العمل

د کیف او مسکو ترمنځ د دغه نوي راپورته شوي کړکېچ په وړاندې د نړیوالو عکس‌العملونو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هغه څه چې ده د روسیې یرغل بللی، وغانده او له مسکوه‌یې وغوښتل چې د اوکراین ضبط شوې کښتۍ او توقیف شوي ۲۳ ماڼوګان بېرته اوکراین ته وسپاري او د نړیوالو له‌خوا د اوکراین د په رسمیت پېژندلو سرحدونو درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د ملکرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې نیکي هیلي دغه پېښه د اوکراین له ملي حاکمیته ښکاره سرغړونه او هغه‌یې له اوکراین سره د روسیې د کړکېچ د زیاتوالي بې‌باکه اقدام وباله.

  • د بریتانیا عکس‌العمل

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا مرستیال سفیر جاناتان الن هم وویل چې روسیه غواړي چې په غیر قانوني توګه پر اشغال شوې کریمیا ولکه نوره هم ټینګه کړي.

یو شمېر نورو لوېدیځو مشرانو هم د کیف او مسکو ترمنځ د دغه نوي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

  • د روسیې اندېښنې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین د وروستۍ پرېکړې په اړه چې په یو شمېر سیمو کې یې پوځي حالت اعلان کړی، اندېښنه ښکاره کړې.

ولادیمیر پوتین د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره

پوتین ویلي دي هیله‌مند دی چې برلین به وکولای شي د اوکراین پر چارواکو له خپل نفوذه په استفادې هغوی دې ته وهڅوي چې د نورو بې‌باکه اقداماتو څخه ډډه وکړي.

  • د اروپايي اتحاديې عکس‌العمل

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني د روسیې له‌خوا د اوکرایني ماڼوګانو توقیفول د نه‌منلو وړ بللي او له روسیې یې غوښتي چې هغوی سمدستي خوشې کړي.

موګرېني همدا شان له دواړو خواوو وغوښتل چې په سیمه کې د روان کړکېچ چې د پراخېدو د مخنیوي لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

  • د ناټو عکس‌العمل

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، روسیه باید په‌دې پوه وي چې اقدامات‌یې عواقب لري او زیاته‌یې کړه چې ناټو به د اوکراین له حکومت سره په تماس کې وي چې له خپل ملاتړه‌یې ډاډمن کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیال سفیر دمیتري پولیانسکي د اوکراین سمندري ځواکونه تورن کړل چې په پارونکي اقدام سره د ده په وینا هڅه کړې چې په مارچ میاشت کې د اوکراین د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې له پروشنکو عامه ملاتړ زیات شي.

هغه د لوېدیځ مشران هم له دې کبله چې د ده په وینا د کیف په ګوډاګي رژیم سترګې پټوي، غندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیر ولادیمیر یلچینکو امنیت شورا ته په خبرو کې په دې ټینګار کړی چې د نړیوال قانون له مخې کریمیا او شااوخوا اوبه‌یې چې اوس روسیې اشغال کړي، د اوکراین د ارضي تمامیت یوه برخه ده.

هغه ویلي چې چېرته چې دغه پېښه شوې هلته د روسیې پولې نه‌شته.

XS
SM
MD
LG