د اوکراین پارلمان د ولسمشر پټرو پوروشینکو د هغه فرمان په اړه بحث پیل کړی چې آیا په دې هېواد کې پوځي حکومت اعلان کړي، ک نه.
ښاغلي پوروشینکو د پوځي حکومت د اعلان فرمان وروسته له هغه لاسلیک کړ چې روسي ځواکونو په توره بحیره کې د اوکراین پر یوشمېر کښتیو ډزې وکړې او څو کښتۍ یې له ماڼوګانو سره یوځای ونیولې.
په پارلمان کې په دې اړه د بحث لپاره د فوق العاده غونډې له جوړېدو مخکې ولسمشر پوروشینکو نن پر روسیې غږ وکړ چې د اوکراین کښتۍ او ماڼوګان سمدستي خوشې کړي.
پوروشینکو وویل، د روسیې اقدام له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
هغه زیاته کړه چې مسکو باید سمدستي په ازوف بحیره کې د کړکېچ کمول یقیني کړي.
د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډونالد ټوسک پر ټوېټر په یوه پیغام کې د روسیې دا اقدام له زوره کار اخیستل بللي او غوښتنه یې کړې چې روسیه باید نیول شوي ماڼوګان او کښتۍ اوکراین ته ستانه کړي او د پارونو له دوام څخه ډډه وکړي.
ټوسک ویلي دي چې اروپايي ټولنه د اوکراین ملاتړ کوي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي دي چې اوکرایني ماڼوګان به د روسیې له قوانینو سره سم له پولې په اوښتو تورن وګڼل شي، خو نه دي یې ویلي چې د دې وینا هدف څه دی.
د اوکراین ولسمشر مخکې ویلي وو، د پوځي حکومت ملاتړ ځکه کوي چې پوځي حکومت کولای شي چې پر مظاهرو محدودیت ولګوي، رسنۍ اداره کړي او د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې په پای کې ټاکل شوي د ولسمشرۍ انتخابات وځنډوي.
د پوروشینکو یوه سلاکار یوري بیریکوف پر فیسبوک لیکلي دي چې حکومت د انتخاباتو د ځنډولو او د بیان پر ازادۍ د محدودیت پلان نه لري.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر کییف تور لګولی چې په داسې خطرناکو لارو چارو چې په سیمه کې د کښتیو عادي حرکت له ګواښ سره مخ کوي، له نړیوالو نورمونو سرغړونه کوي.
د ملګروملتونو امنیت شورا د یوې بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې چې نن ناوخته به جوړه شي او د ناټو سفیرانو له خپل اوکرایني سیال سره په بروکسل کې د وضعیت په اړه لیده کاته او بحثونه پیل کړي دي.