په روسیه کې یوې محکمې حکم کړی چې ۱۲ اوکرایني بېړۍ چلوونکي دې چې د روسیې لهخوا نیول شوي دي، دوه میاشتې په زندان کې تېرې کړي.
دوی د هغو ۲۴ بېړۍ چلوونکو څخه دي چې د یکشنبې په ورځ د کریمیا په اوبو کې ونیول شول.
د سې شنبې په ورځ د روسیې یوې محکمې د هغو ۱۲ بېړۍ چلوونکو په اړه غونډه وکړه چې د کریمیا په سواحلو کې نیول شوي دي.
دا سیمه دا مهال د روسیې تر کنټرول لاندې ده.
۲۴ تنه چې د اوکراین د سمندري ځواکونو په درې کښتیو کې سپاره وو، د یکشنبې په ورځ د روسیې د ساحلي ځواکونو لهخوا ونیول شول.
تمه ده چې د ۱۲ نورو اوکرایني بېړۍ چلوونکو په اړه نن د کریمیا محکمه پرېکړه وکړي.
دې نیونې د اوکراین او روسیې ترمنځ یو وار بیا کړکېچ زیات کړی دی.
د اوکرایني بېړۍ چلوونکو څخه د یو مدافع وکیل حیدر اعظمتوف ویلي، محکمې دا اوکرایني بېړۍ چلوونکي د کریمیا اوبو ته په غیر قانوني داخلېدو په دوه میاشتې بند محکوم کړي، خو که مجرم وبلل شي، ښايي شپږ کاله په زندان کې پاتې شي.
د یو نیول شوي اوکرایني بېړۍ چلوونکي پلار وېکټور سوروکا د ازادي راډیو اوکرایني څانګې ته ویلي، نهپوهېږې چې زوی یې چېرې دی؟
نوموړی وايي:
"دا مهال همدومره پوهېږم چې انټرنټ کې معلومات خپاره شوي، یعنې واسیل سوروکا ټپي او په یو روغتون کې بستر دی، خو نهپوهېږم چې دقیقاً هغه چېرې دی؟ په مسکو یا کرچ کې. د کمو معلوماتو پر اساس هغه په کرچ کې دی. ځیني بیا وايي چې مسکو کې دی."
بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوسني وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دی.
نوموړي له دواړو خواوو غوښتي چې له زغمه دې کار واخلي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم له خپل روسي سیال سره خبرې کړي او پهدې قضیه کې یې ترې د نرمښت غوښتنه کړې.
خو د ایستونیا ولسمشرې ویلي، روسیه غواړي په اروپا کې جګړه پیل کړي.
د کرسټي کالیولایډ په وینا، دا اقدام په هېڅ صورت د منلو نهدی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د خپل جرمني سیال هایکو ماس د هغې غوښتنې په ځواب کې عکسالعمل ښودلی چې د اوکراین او روسیې ترمنځیې د دې ۲۴ بېړۍ چلوونکو د قضیې په برخه کې د منځګړیتوب په اړه کړې.
د لاوروف په وینا په دا ډول قضیو کې د چا د منځګړیتوب اړتیا نهویني.
کریمیا ټاپو وزمه چېرې چې دا اوکرایني بېړۍ چلوونکي نیول شوي په اصل کې د اوکراین د خاورې برخه وه، خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې دا سیمه ونیوله او له دې هېواد سرهیې یوځای کړه.
اوکراین وايي، روسیې په زور د کریمیا ټاپو وزمه نیولې، خو مسکو ټینګار کوي چې د دې سیمې خلک د یوې ټولپوښتنې په پایله کې له اوکراینه بېل شوي او روسیې سره یوځای شوي دي.