نړۍ
ټرمپ ښايي له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه لغوه کړي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ښايي د روسیې لهخوا د اوکرایني کښتۍ چلوونکو د نیولو پر سر له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه لغوه کړي.
ټرمپ له واشنګټن پوسټ سره په یوه مرکه کې چې پرون ناوخته خپره شوې دې خبرې ته اشاره کړې ده.
له دې مخکې تمه وه چې ډونالد ترمپ له ولادمیر پوتین سره په ارجنټاین کې د جي شل هېوادونو په سرمشریزه کې وګوري.
د جي شل سرمشریزه د نومبر په ۳۰مه د ارجنټاین په بونیس ایرس ښار کې جوړېږي.
د نومبر په ۲۵مه د روسیې پوځ د اوکراین د سمندري پوځیانو درې بېړۍ سره له کښتۍ چلوونکو ونیولې.
د روسیې یوې محکمې هم پرون حکم کړی چې له نیول شویو ۲۴ کښتۍ چلوونکو ۱۲ تنه د دوو میاشتو لپاره بندیان شي.
په اوکرایني کښتیو د روسیې دې برید او ورپسې د اوکرایني کښتۍ چلوونکو نیول کېدو د اوکراین حکومت سخت غصه کړی دی.
ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د روسیې او اوکراین ترمنځ په دې لانجه کې د اوکراین ملاتړ کړی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه اوومې ورځې ته ورسېدل
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي هېواد یې چمتو دی د ایراني ډرونونو په وړاندې د امریکا او خلیجي هیوادونو سره مرسته وکړي.
هغه ویلي چې امریکا له اوکراین څخه د ایراني ډرون په وړاندې د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو له پیل وروسته دغه هېواد په منځني ختيځ کې په لسګونو اهدافو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي چې سیمه یې له کړکېچونو سره مخ کړې ده.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د "وعده صادق ۴" د د بریدونو بلې څپې پیل اعلان کړی، چې پکې په اسراییلو باندې د توغندیو او ډرون بریدونه شامل دي.
ایراني چارواکو ادعا کړې چې د دوی «ډرونونه د باران په څېر په تل ابیب وریږي»
اخوا بیا جمعه سهار وختي اسراییلو پر ایران بیا بریدونه کړي. د بریدونو په لومړۍ څپه کې، په تهران، قم، اصفهان، رشت، پاوه، یزد او څو نورو ښارونو کې ډیری ځایونه په نښه شوي او د درنو چاودنو خبر ورکړل شوی.
عراقچي: هیواد یې د هرډول احتمالي ځمکني یرغل لپاره چمتو دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د هر ډول احتمالي ځمکني یرغل لپاره چمتو دی او زیاته یې کړه چې داسې یو اقدام به د اسلامي جمهوریت د دښمنانو لپاره "ناورین" وي.
په داسې حال کې چې متحده ایالات او اسرائیل پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، عراقچي امریکایي رسنۍNBC News ته وویل: "موږ د هغوی انتظار باسو." او زیاته یې کړه: "موږ ډاډه یو چې له هغوی سره مقابله کولای شو او دا به د هغوی لپاره یو لوی ناورین وي."
تردې مخکې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې پرایران د کرد ډلو د برید ملاتړکوي. ټرمپ له رویترز خبري آژانس سره په خبروکې وویل: "زه فکر کوم دا ډېره ښه ده چې هغوی غواړي دا کار وکړي، زه یې په بشپړه توګه ملاتړ کوم." خو نوموړي په دې اړه چې ایا متحدو ایالتونو د کرد ډلود برید لپاره مرسته یا هوایي پوښښ چمتوکړی، له څه ویلو ډډه وکړه.
یوشمیررسنیو په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره کړل چې د ایراني کردانو ملیشې ځواک په وروستیو ورځو کې له متحدو ایالاتو سره په دې اړه چې څنګه او آیا کولای شي د ایران په لویدیځو سیمو کې د اسلامي جمهوریت پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي، مشورې کړې دي.
هند د کرکټ د شل اوریز جام پای لوبې ته ووت
د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په پنځمه هند انګلستان ته د اوو منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت. هند لومړی بیټنګ وکړ او د ۲۵۴ منډو هدف یې وټاکه چې انګلستان د اوو لوبغاړو په سوځیدو په شلو اورونو کې ۲۴۶ منډې وکړې.
د دغه جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې چې د چهارشنبې په ورځ د نیوزلنډ او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نیوزیلنډ په ۹ ویکټو وګټله او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام پایلوبه به د راتلونکې یکشنې په ورځ د مارچ په اتمه ترسره شي.
ټرمپ وایي هر څوک چې د ایران مشر شي، وبه وژل شي
په داسې حال کې چې د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د بریدونو شپږمه ورځ پوره کېږي او د دې احتمال په اړه خبرې کېږي چې ښايي مجتبی خامنهيي د خپل پلار ځای ونیسي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ټینګار کړی چې امریکا او اسراییل په دې جګړه کې په ډېر قوي دریځ کې دي او هر څوک چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر وټاکل شي، وبه وژل شي.
له بلې خوا د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحدوایالتونو سناجرګې هغې طرحې ته مثبتې رأیې ورنه کړې چې هدف یې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو د دوام مخنیوی و.
دا طرحه د ډیموکرات ګوند د سناجرګې د اقلیت مشر چاک شومر په نوښت د سناتورانو ټیم کین او اډم شیف او او همداراز د جمهوريپال سناتور رنډ پال له خوا وړاندې شوې وه.
د دې طرحې هدف دا و چې د ډونالډ ټرمپ حکومت اړ کړي څو پر ایران روان پوځي عملیات ودروي، خو د طرحې له رد کېدو سره د ټرمپ ادارې ته په رسمي ډول دا فرصت برابر شو چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټکنالوژۍ د شرکتونو له یو شمېر مدیرانو سره د لیدنې پر مهال وویل:
«موږ اوس په ډېر قوي موقف کې یوو او د هغوی (ایران) مشري په چټکۍ سره له منځه ځي. هر څوک چې داسې ښکاري چې غواړي مشر شي، بالاخره به ووژل شي.»
ډونالډ ټرمپ دا هم وویل چې د تهران د بالستیک توغندیو زېرمه په چټکۍ سره له منځه وړل کېږي او د ایران پوځي وړتیا ورځ تر بلې کمزورې کېږي.
ایټالیا د خلیج هېوادونو ته د هوايي دفاع مرستې لېږي
د ایټالیا صدراعظمې اعلان کړی چې هېواد یې غواړي د ایران د احتمالي هوايي بریدونو د مقابلې لپاره د فارس خلیج سیمې هېوادونو ته د هوايي دفاع په برخه کې مرستې ولېږي.
جورجا مېلوني دا موضوع د پنجشنبې په ورځ (د حوت ۱۴مه) له آر ټي ایل راډیو سره په مرکه کې وکړه.
مېلوني ویلي چې ایټالیا هم د بریتانیا، فرانسې او جرمني په څېر غواړي د فارس خلیج هېوادونو ته مرستې واستوي، په تېره بیا د دفاعي تجهیزاتو او په ځانګړې توګه د هوايي مدافع سیستمونو په برخه کې.
د ایټالیا صدراعظمې زیاته کړه:
«دا کار یوازې د دې لپاره نه کوو چې دا هېوادونه زموږ دوستان دي، بلکې تر ټولو مهم دلیل دا دی چې لسګونه زره ایټالیايي وګړي په دې سیمه کې اوسي.»
د هغې په وینا، شاوخوا ۲۰۰۰ ایټالیايي پوځیان هم په دې سیمه کې مېشت دي.
چین منځني ختیځ ته ځانګړی استازی استوي، هدف یې د شخړو د هواري منځګړیتوب دی
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چهارشنبې په ورځ له خپل عربستاني او اماراتي سیالانو سره په خبرو کې ویلي، چین منځني ختیځ ته یو ځانګړی استازی لیږي چې د منځګړیتوب لپاره اقدام وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسراییل او امریکا د بریدونو په پنځمه ورځ دغه څرګندونې په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر له دغو عرب چارواکو سره په خبرو کې د هغوی له زغمه مننه کړې او ویلي یې دي چې ملکیان باید خوندي شي او د انرژۍ د تاسیساتو په ګډون پر ملکي اهدافو بریدونه ونه شي.
چین د خپلو تېلو زیاته اندازه له منځني ختیځه تامینوي.
دا په داسې حال کې ده چې د انرژۍ د بازار د تحلیل شرکت کپلر وایي، په هرموز تنګي کې د تیلو د بیړیو تګ راتګ ۹۰ په سلو کې کم شوی دی.
هند او انګلستان د شل اوریز جام په دویمه نیمه پایلوبه کې سره مخامخ دي
د کریکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن هند او انګلستان د دغه جام دویمه نیمه پایلوبه کې سره مخامخ کیږي.
دا لوبه د کابل په وخت ماښام شپږ بجې د ممبي په کریکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د دغه جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې پرون نیوزلنډ او جنوبي افریقا سره مخامخ و چې لوبه نیوزلنډ په ۹ ویکټو وګټله او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
پایلوبه راتلونکې یکشنې د مارچ اتمه ترسره کیږي.
سینټکام: "نن ورځ ان یوه ایراني بېړۍ هم په فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان خلیج کې په حرکت کې نه ده"
د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام وایي، ځواکونو یې تر اوسه د یوه اوبتل په ګډون د ایران ۱۷ بېړۍ له منځه وړي او نږدې دوه زره هدفونه یې په ایران کې په نښه کړي دي. د سینټکام قومندان برد کوپرد سې شنبې په ورځ د مارچ په دریمه په خپله ایکسپاڼه کې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل : " نن ورځ حتی یوه ایراني بېړۍ هم په فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان خلیج کې په حرکت کې نه ده."
نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې له ۵۰ زرو څخه زیات پوځیان، ۲۰۰ جنګي الوتکې، دوه الوتکه وړونکې بېړۍ او امریکایي بم غورځوونکې الوتکې برخه لري او نور پوځي تجهیزات او ځواکونه هم سیمې ته د رسېدو په حال کې دي.
کوپر همدارنګه وویل چې امریکا او اسرائیل تر اوسه پرایران دوه چنده د هغو بریدونو ترسره کړي چې امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د یرغل په پیل کې کړي و.
په عین حال کې د قطر دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران یو بالستیک توغندی ، په قطر کې د العدید پر پوځي اډې ولګېد. دا اډه په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه بلل کېږي.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له لوري د توغول شویودوو بالستیک توغندیو یویې د هوايي مدافعې سیستمونو شنډ کړی خو بل ترې تیرشوی او پردې اډې لګیدلی. د وزارت په وینا په دې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
ایران تېر کال هم پرخپل اټومي تاسیساتو د امریکا د بریدونو په ځواب کې دا اډه په نښه کړې وه.
ولسمشر ټرمپ: ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي.
ټرمپ د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۳مه په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریخ میرڅ سره د کتنې په مهال وویل: "لوی او پراخ بریدونه همدا اوس روان دي."
هغه خبرداری ورکړ: "دوی (ایران) نور هوايي دفاع نه لري، نور هېڅ ډول د کشف سیستمونه هم نه لري، نوهغوی به ډیرسخت زیان وویني."
ټرمپ همدارنګه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران د ستر مشرعلي خامنه یي په ګډون د ایران د مشرتابه ډېری غړي د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي چې دې کار رژیم له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړی دی.
هغه وویل: "ډېری هغه کسان چې زموږ په پام کې وو، وژل شوي دي. اوس بله ډله شته چې د راپورونو له مخې ښايي هغوی هم وژل شوي وي."
اروپايي ټولنه؛ ۲۰۲۵کال کې د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې شل سلنه کموالی راغلی دی
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې وايي،" په ۲۰۲۵کال کې د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې شل سلنه کموالی راغلی دی".
خو دغو ادارو خبرداری ورکړی چې ښايي په ایران کې روانه جګړه د کډوالۍ بې سارې څپه رامنځته کړي.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارو په هغه راپور کې چې د ایران د جګړې له پیل وړاندې خپور شوی راغلي" که چیرته د ایران د نفوس یوازې لس سلنه خلک کډوالۍ ته اړ شي نو دا به د وروستیو لسیزو د کډوالۍ تر ټولو لویه څپه وي".
تمه ده د را روانې پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي ټولنې ۲۷غړي هېوادونه اروپا ته د ورتلونکو کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
اروپايي هېوادونو په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۸۲۲ زره د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې دا د تیر پرتله ۱۹سلنه کموالی ښيۍ.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴کال کې ۱۱سلنه کموالی ثبت شوي و.
تیرکال افغانان د هغوو کډوالو په قطار کې وو چې د پناه تر ټولو ډیر غوښتنلیکونه يې ورکړي دي.