نړۍ
په غزې تراړه کې یو اسرائیلی او ۷ فلسطینیان وژل شوي

په غزې تراړه کې په تازه تاوتریخوالي کې پرون یکشنبه یو اسرائیلی او ۷ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د دوی یو سرتېری پرون د غزې په جنوب ختیځ کې له فلسطینیانو سره په نښته کې وژل شوی او یو بل ټپي دی.
فلسطیني مقاماتو ویلي دي چې په پرونیو شخړو کې د حماس ډلې د پوځي څانګې عزالدین القسام د یوه قوماندان په ګډون ۷ فلسطینیان هم وژل شوي دي.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې حماس او اسرائیل د یوه غیر رسمي اوربند په اړه په خبرو کې پرمختګ کړی دی.
د اسرائیل حکومت تېره اوونۍ قطر ته اجازه ورکړه چې حماس ډلې ته ۱۵ میلیونه ډالر انتقال کړي او په بدل کې حماس په غزې تراړه کې د څو اوونیو راهیسې روانې مظاهرې کمې کړي.
خو د اسرائیلي ځواکونو او د حماس د جنګیالیو ترمنځ د پرونۍ نښتې سبب معلوم نهدی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران له نړیوالو قدرتونو سره خپل لاسلیک کړی اټومي تړون« بې خاصیته» وباله

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اټومي تړون چې تهران د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره لاسلیک کړی و «بې خاصیته» وباله.
حسین امیر عبداللهیان چې پرون شنبه په تهران پوهنتون کې خبرې کولې، هېواد یې غواړي پر اټومي تړون چې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ورڅخه په یواړخیز ډول وتلی و، بیاکتنه وکړي.
عبداللهیان ویلي: څومره چې مخ ته ځو، دغه تړون هغومره بې خاصیته کېږي او دوی به هېڅکله ځانونه د تړون په تنګ تونل کې راګیر نه کړي.
په ۲۰۱۵م کال کې د تړون له مخې، د نړیوالو بندیزونو کمېدو په بدل کې تهران د خپل اټومي پروګرام د محدودولو پرېکړه وکړه.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له دغه تړونه چې د تهران، امریکا، چین، روسیې، برېتانیا، فرانسې او جرمني ترمنځ لاسلیک شو، په ۲۰۱۸م کال کې ووت.
پر ایران د امریکا د بندیزونو د بیالګولو له کبله نړیوالو بانکونو او تجارتي بنسټونو، د امریکا د مقرراتو له ډاره له ایران سره له کارو باره فاصله اخیستې ده.
سوریه کې د اسراییلو ډرون برید؛ د حزب الله ډلې ۳ غړي وژل شوي

د سوریې په جنوب لوېدیځ کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب اله ډلې درې غړي، د اسراییل د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي دي.
دمشق ته نږدې دوو سرچینو پرون شنبه د لبنان د دې افراطي ډلې د غړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.
د سرچینو په وینا، په دې حمله کې د سوریې هغه یو وګړی هم وژل شوی چې له دغو کسانو سره ملګری و.
د اسراییل پوځ د سوریې په ٱلْقُنَيطْرَة سیمه کې چې د اسراییل له خوا اشغال شویو ګولان غونډیو ته څېرمه پرته ده، د شوې حملې په باب تبصره ونه وکړه.
اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې پر هغو ځایونو چې دغه هېواد یې په ایران پورې تړلې اهداف ګڼي، حملې کوي.
له کله چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې او ایران د ولسمشر بشالاراسد ملاتړ پیل کړی، په سوریه کې د تهران نفوذ زیات شوی دی.
د ایټالیا په یوه روغتون کې اور لګېدو ۴ تنه وژلي

د ایټالیا د پلازمېنې روم په لمن کې په یوه روغتون کې د اورلګیدو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.
دا اورلګېدنه د تیولي د سیمې په یوه روغتون کې چې د روم د شمال ختیځ په پنځه دیرش کیلومترۍ کې پرته ده، تېره شپه رامنځته شوه.
د تیولي د ښاروالي دفتر ویلي دي چې د سینت جان انجیلیست له روغتونه ټول ناروغان نورو روغتونونو ته ایستل شوي دي او هغه ناروغان چې وضعیت یې ډېر نازک و، هغوی ښاروالۍ ته نېږدې جمنازیم ته انتقال شوي دي.
د دې اورلګیدو علت تر اوسه نه دی روښانه شوی.
د اسراییل پوځ: د غزې په شمال کې د حماس وسله والو په لټه بوخت یوو

اسراییل وایي، پوځیان یې د غزې په شمال کې له خلکو پوښتنې ګروېږنې کوي چې د حماس وسله وال چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پیژني، چېرته دي.
دا د دې څرګندونه کوي چې اسراییلي ځواکونو د غزې شمالي برخه نیولې ده.
پر غزه د اسراییلي ځواکونو برید دریمې میاشتې ته داخل شو.
بل لور ته د امریکا متحد ایالتونو د ملګرو ملتو هغه پریکړه لیک ویټو کړ چې د امنیت شورا د اکثرو غړیو او ډېرو نورو هیوادو له لورې یې ملاتړ شوی و چې په غزه کې یې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کوله.
پوتین: د روسیې ولسمشریزو ټاکنو ته بیا هم کاندید یم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په راروانه مارچ میاشت کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به بیاهم ځان کاندید کړي.
ښاغلي پوتین چې په اوکراین کې د روسې د جګړې د ګډونوالو سرتېرو په ډله کې خبرې کولې تایید کړه چې دی غواړي د یوې بلې دورې لپاره هم ولسمشر شي.
تمه ده چې پوتین به راروان انتخابات په ډېرې اسانۍ وګټي او په دې توګه به دی له جوزف ستالین وروسته یوازینی رهبر وي چې پر کریملین ترټولو د ډېرې مودې په مخه واک چلوي.
ښاغلي پوتین د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولسمشر په انتخاباتو کې د خپل ځان د کاندیداتورۍ اعلان وروسته له هغه وکړ چې د اوکراین په اشغال شوې دونیڅک سیمه کې د روس پلوه پارلمان مشر ارتیوم ژوګا په مسقیم ډول غږ پرې وکړ چې د مارچ د اولسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ودرېږي.
ژوګا ادعا وکړه چې دا غوښتنه د دونباس سیمې د ټولو خلکو په استازیتوب کوي.
فرانسې ۶ تنکي ځوانان د یوه ښوونکي د قتل په تور محاکمه کړل

په فرانسه کې د صغیرانو یوې محکمې د یوه سخت دریځي اسلامپال له لوري د یوه ښوونکي د وژنې په قضیه کې د لاس لرلو په خاطر د شپږو تنکيو ځوانانو سزا نن اعلان کړه.
د سامویل پاتي په نوم ښوونکی په ۲۰۲۰ کال کې وروسته له هغه د ښوونځي مخې ته ووژل شول چې زده کوونکو ته یې د بیان د آزادۍ په اړه د بحث پرمهال د اسلام د پیغمبر کارتونونه وښودل.
بریدګر چې یو سختدریځی چیچنیایی ځوان و، د پولیسو په ډزو ووژل شو.
محکمې ۵ تنه هلکان چې د قتل پرمهال یې عمرونه ۱۴- ۱۵ کاله وو، له ښوونځي د ښوونکي په راایستلو او بریدګر ته په ورښودلو مجرم وپېژندل او یوبل هلک چې هغه مهال ۱۳ کلن و، په دې مجرم وبلل شو چې په ټولګې کې د بحث په اړه یې په یوه آنلاین تبصره کې دروغ ویلي و، او همدې دروغو د وژل شوي ښوونکي پرضد آنلاین غوسه وپاروله.
محکمې ځینو تورنو هلکانو ته د حبس د لنډې مودې او ځینو ته د تعلیقي بند سزا ګانې اعلان کړې.
تورنو هلکانو په محکمه کې وویل چې نه پوهېدل د دوی دا کار به د ښوونکي د قتل باعث شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: د حماس بې رحمي د فلسطینیانو د ډله ییزې سزا پلمه نه شي کېدای

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، د حماس د توندلارې ډلې بې رحمي هېڅکله فلسطینیانو ته د ډله ییزې سزا پلمه نه شي کېدای.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس ته د یوې تروریستي ډلې په سترګه ګوري.
ګوتیریش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې اسراییل د حماس ډلې پر وړاندې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د څو اوونیو له نښتو وروسته پرون جمعه د امنیت شورا غونډه راوبلله.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، د حماس ډلې تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت ارقام ښيي چې د دې حملو په ترڅ کې تردې دمه په غزه کې له ۱۷ زرو زیات کسان چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.
ګوتیریش همداراز وویل چې شاوخوا ۱۳۰ تنه برمته لاهم د حماس په بند کې دي.
هغه د دې برمته وو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
اسراییلو د غزې په تړانګه کې هوايي او ځمکنۍ حملې وروسته له هغه پیل کړې چې حماس ډلې یې د اکتوبر په اوومه پر قلمرو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه نور یې برمته کړل.
پر غزې د اسراییلو د بریدونو زیاتوالی؛ د سلګونه کسانو د وژلو راپورونه خپاره شوي

اسراییل پر غزې تړانګې خپل بریدونه لا شدید کړي چې د فلسطینیانو د نورې محاصرې او سلګونو نورو کسانو د وژل کېدو سبب شوي دي.
د جګړې د پراخېدو له کبله واشنګټن ویلي، اسراییل له هغو ژمنو شا ته شوی چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره یې د زیاتو اقداماتو په باب کړې وې.
د اسراییل پوځ ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزه کې څه باندې۴۵۰ اهداف ویشتلي دي.
دا له کله چې اوونۍ مخکې لنډمهاله اوربند مات شو، تر ټولو زیات اهداف ګڼل شوي دي.
د غزې اکثریت اوسېدونکي له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي چې له بشري مرستو، په روغتونونو کې د ګڼه ګوڼې له کبله روغتیايي خدماتو، خوړو او څښاک پاکو اوبو بې برخې شوې دي.
ولادمیر پوتین د روسیې د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې بیا ځان کاندیدوي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي چې دی به د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې بیا ځان کاندید کړي.
په پام کې ده، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۲۴م کال د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس نن د پوتین په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي چې دی به دغو ټاکنو ته ځان کاندید کړي.
ولادمیر پوتین په کرملین کې هغو مراسمو ته دا څرګندونې کړي چې په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې جنګېدلو سرتېرو د درناوي لپاره جوړ شوي وو او دغو سرتېرو ته د روسیې د اتلولۍ طلايي ستوري مډالونه ورکړل شول.
د ازبکستان ولسمشر د جنايي پېښو په تړاو ۳۳۴ بندیان بخښلي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هغه ۳۳۴ بندیان بخښلي چې د جنايي پېښو په تړاو بندیان وو.
میرضیایف د ډسمبر میاشتې د اوومې یا د ازبکستان د اساسي قانون د تصویب د ۳۱مې کلیزې په مناسبت دغه فرمان لاسلیک کړی دی.
په هغو کسانو کې چې عفوه ورته شوې ۱۸ بهرنیان، ۲۳ ښځې او ۱۵ هغه نارینه شامل دي چې عمرونه یې تر ۶۰ کلونو زیات دی.
۸۸ نور کسان په ممنوعه سازمانونو کې په غړیتوب محکوم شوي وو.
د ازبکستان مستبد مشر میرضیایف وخت ناوخت تر لویو مناسبتونو مخکې د عفوې اعلانونه کوي.