د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د ډموکراتانو بري د ټرمپ د بهرنۍ تګلارې په اړه بې‌اعتمادي پیدا کړې


د امریکا د کانګرس په منځ‎مهاله انتخاباتو کې د ډموکراټانو بري، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنۍ تګلارې په اړه بې‌اعتمادي پیدا کړې ده.

په تېرو دوو کلونو کې د کانګرس د استازو جرګه او سنا د جمهوري غوښتونکو په واک کې وه او د دې لپاره چې په خپله ولسمشر ټرمپ د همدې ګوند دی نو پرېکړې يې په اسانۍ تصویبېدلې.

اوس چې د استازو جرګې اکثریت له ډموکراتانو سره دی، نو د امریکا په بهرني سیاست کې به څه ډول بدلونونه راځي؟

که څه هم د امریکا د سیاسي سیستم له مخې اجرائیه قوه یعنې سپینه ماڼۍ د بهرنۍ تګ‎لارې په برخه کې زیات صلاحیتونه لري، خو کله چې موضوع لګښتونو، د جګړې بودجې، ډیپلوماتیکو او یا استخباراتي عملیاتو ته ګرځي، په هغې صورت کې بیا د کانګرس د استازو جرګه‌يې باید تصویب کړي که‎نه؟ سپینه ماڼۍ له ستونزې سره مخ کېږي.

تر اوسه پورې چې د کانګرس په دواړو جرګو کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت و، په دې برخه کې کومه ستونزه نه‌وه، خو اوس چې ډموکراتانو د استازو د جرګې اکثریت ګټلی، ښايي یو لړ بدلونونه رامنځته شي.

  • د افغانستان په اړه

د افغانستان په اړه ښايي د امریکا په بهرني سیاست کې کوم بدلون رانه‌شي ځکه د سپټمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته د امریکا دواړو ګوندونو جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو په ګډه په افغانستان کې د واشنګټن له پوځي مداخلې ملاتړ کړی دی.

د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د نوموړي ادارې ژمنه کړې وه چې له افغانستان څخه به ټول سرتېري وباسي، خو د افغانستان جګړه لاهم دوام لري او د پای ته رسېدو څرک‌يې نه‌لګېږي.

اټکل کېږي چې ډموکراتان به تر ډېره بریده د افغانستان د جګړې په غیر پوځي حل ټینګار وکړي هغه څه چې د متحده ایالاتو اوسنۍ ادارې هم ورته پاملرنه کړې ده او دا کار د افغانستان د سولې پروسې ته قوت وربخښي.

  • د کریمیا پېښه

د روسيې له‌خوا له خپلې خاورې سره د کریمیا ټاپو وزمې د یوځای کولو او د اوکراین په ختیځ کې د روسيې د مداخلې په اړه بیا ډموکراتان او جمهوري غوښتونکي یو نظر لري او دواړه ګوندونه پر مسکو د بندیزونو پر دوام ټینګار کوي.

د امریکا په کانګرس کې دوه ځواکمن کسان نور نه‌شته چې یو يې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کروکر دی چې استعفا يې کړې او بل سناتور جان مک‌کېن و چې په تېر اګسټ میاشت کې ومړ.

د ایران په مسئله کې ډموکراتان او جمهوري غوښتونکي مختلف دریځونه لري.

ډموکراتانو د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال له ایران سره اټمي موافقه لاسلیک کړه، خو جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ګوند غړو يې پر دې موافقې انتقادونه وکړل او پر ایران‌يې د فشارونو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

جمهوري غوښتونکي نه‌یوازې د ایران د اټمي پروګرام له امله، بلکې په منځني ختیځ کې د هغه څه په خاطر چې دوی يې له ترورېستي ډلو د تهران ملاتړ بولي، د ایران پر رژیم د فشارونو د زیاتولو غوښتونکي دي.

په روسیه او ناټو کې د بریتانيا پخوانی استازی ایان باند په دې نظر دی چې د امریکا د کانګرس منځ‌مهاله انتخابات اروپايي ټولنې ته یوه اشاره ده چې وپوهېږي امریکا کوم لورته روانه ده؟

په بروکسل او لندن کې مقامات منتظر دي چې د امریکا نوی کانګرس د خپلو اروپايي شریکانو قدر وکړي او له اروپا او ناټو سره د امریکا د اړیکو د اخلالولو لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ توانمندي محدوده کړي.

  • سعودي

د سعودي عربستان په اړه به هم د کانګرس د غړو په دریځونو کې بدلون موجود وي.

که څه هم امریکا له سعودي سره د وسلو د میلیاردونو ډالرو قراردادونه کړي او ریاض له خپل لوري د تېلو د مارکېټونو په متوازن ساتلو کې رول لوبولی دی، خو په استانبول کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي وژل کېدل، د یمن جګړه او د بشري حقونو موضوع هغه مسئلې دي چې ډموکراتان پرې زیات تمرکز کوي.

دا امکان هم شته چې ډموکراتان سعودي عربستان ته د سزا ورکولو لپاره دغه هېواد ته د وسلو د پلورلو او د واشنګټن او ریاض ترمنځ د اټمي موافقې چې سعودي حکومت‌يې غوښتونکی دی، مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG