نن د امریکا د کانګرس د دواړو جرګو لپاره منځمهالي انتخابات ترسره کېږي.
رأی ورکوونکي به د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ او د مشرانو جرګې له سلو د ۳۵ غړو د غوره کولو لپاره رأیې ورکړي.
جمهوري غوښتونکي او ډموکراتان دواړه هڅه کوي چې د استازو په جرګه او سنا کې اکثریت ترلاسه کړي.
جمهوري غوښتونکی ګوند دا مهال د استازو په جرګه کې د ۲۳ سیټونو او په مشرانو جرګه یا سنا کې د یوه سیټ په توپیر اکثریت لري.
د نظرپوښتنو له مخې اټکل کېږي چې ډموکراتان ښايي لږ تر لږه د استازو په جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي.
په هغه سروې کې چې واشنګټن پوسټ او «اې. بي. سي» کړې او نتیجهیې د تېرې یکشنبې په ورځ خپره شوې په سلو کې ۵۰ ګډونوالو ډموکراتان د استازو د جرګې لپاره غوره ګڼلي، حال دا چې ۴۳ ګډونوالو دې جرګې ته د جمهوري غوښتونکو غړو د ننوتو ملاتړ کړی دی.
د کانګرس د منځمهاله انتخاباتو نتیجه به د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاتې دوو کلونو د دورې تګلاره هم روښانه کړي.
د متحده ایالاتو په منځمهالو انتخاباتو کې اکثراً کم رأی ورکوونکي ګډون کوي، خو په ځینو راپورونو کې ویل کېږي چې په ځینو ایالتونو کې د رأی ورکولو د مرکزونو له پرانیستو مخکې په بېساري شمېر خلکو مخکې له مخکې خپلې رأیې کارولې دي.
ویل کېږي له ۲۸،۵ میلیونه زیاتو رأی ورکوونکو خپلې رأیې ورکړې دي.
د امریکا اقتصادي وضعیت ته په پام سره چې مخ په پیاوړي کېدو دی، انتخاباتي کمپاینونه ډېر جدي وو چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نهدی لیدل شوی.
د امریکا د احصائیې له مخې د دې هېواد اقتصادي وده د روان میلادي کال په درېیمه نیمایي کې په سلو کې ۳،۵ او د بېکاري کچه هم په سلو ۳،۷ وه.
اکثراً لیدل شوي چې دغه اقتصادي وضعیت د کانګرس د منځمهاله انتخاباتو لپاره چې په هرو دوو کلونو کې ترسره کېږي، د جمهور رئیس او د هغه د ګوند دریځ پیاوړی کړی، خو د پالېسۍ جوړونکو او د ټولنیزو موضوعاتو په وړاندې د ولسمشر ډونالد ټرمپ تُندې تګ لارې د جمهوري غوښتونکو دریځ یو څه کمزوری کړی او نهشي کولای چې د هېواد له دغه ښه اقتصادي وضعیت څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
د نن ورځې په انتخاباتو کې دغهراز د امریکا د ۳۶ ایالتونو او درې سیمو لپاره ګورنران او د واشنګټن «DC» لپاره ښاروال ټاکل کېږي.