د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۸

د امریکا د کانګرس انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو توده سیالي!

د امریکا د کانګرس لپاره په منځ‎مهاله انتخاباتو کې د دې هېواد د جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو ترمنځ سیالي نږدې او توده ده.

د دواړو ګوندونو کاندیدان د استازو د مجلس د ۴۳۵ څوکیو او د سنا د مجلس له سلو څوکیو څخه د ۳۵ څوکیو لپاره خپلو کې سیالي کوي.

د امریکا د ډموکرات ګوند هڅه دا ده، څو د امریکا د استازو په مجلس کې له جمهوري غوښتونکو څخه د اوس په مقایسه ۲۳ اضافي څوکۍ وګټي.

دا مهال ډموکراتان د استازو په مجلس کې ۱۹۳ څوکۍ لري او جمهوري غوښتونکي بیا په‎دې مجلس کې د ۲۳۵ څوکیو په لرلو اکثریت دي.

امریکايي وګړي د خپلو استازو په انتخاب سربېره، ۳۶ والیان او تر شپږ زرو زیات د ایالتي شوراګانو غړي هم ټاکي.

د استازو په مجلس کې د اقلیت ډموکراتانو مشرې نانسي پلوسي پرون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» وویل چې که په کانګرس کې یې اکثریت ترلاسه کړ، دوی به د جمهوري غوښتونکو کارونه تکرار نه‎کړي.

نانسي پلوسي
نانسي پلوسي

نوموړې زیاته کړه:

"موږ په جمهوري غوښتونکو پسې نه‌وو، هسې چې دوی په موږ پسې‎وو. موږ ډموکراتان یوو او ډموکراتان به یو پرانیستی او شفاف کانګرس ولري. داسې څه چې د شراکت غوښتونکي به یوو او داسې کانګرس چې زموږ د بنسټ ايښودونکي هغو هیلو ته به درناوی کوي چې د یووالي لپاره‌یې درلودې."

ویل کېږي چې د نومبر د شپږمې نېټې د انتخاباتو نتایج به د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په دوه کاله پاتې مودې اغېزې ولري.

ولسمشر ټرمپ بیا په هېڅ صورت د امریکا د استازو په مجلس او سنا کې د ډموکراتانو د ممکن اکثریت ترلاسه کولو لپاره خوښ نه‎دی.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

ولسمشر ټرمپ په‎دې برخه کې یو مورد ته په اشارې وویل:

"که ډموکراتان واک ته ورسېږي، لومړنۍ پروژه به‌یې د امریکا د روغتیايي خدماتو پر غاړه اخیستل وي. پوهېږئ چې له دې سره څه پېښېږي؟ ستاسو مالیه به درې چنده او یا ښايي څلور چنده شي چې تاسو به خوشاله نه‎یئ."

جمهوري غوښتونکو د امریکا د استازو په مجلس کې د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړ.

د دې انتخاباتو په نتیجه کې ولسمشر ډونالد ټرمپ هم انتخاب شو.

د امریکا په‎دې دوره انتخاباتو کې د کانګرس د دواړو خونو لپاره تقریباً ۲۶۰ ښځې هم کاندیدې دي چې دا شمېر بې‌ساری دی.

ټاکل شوې د امریکا د دې انتخاباتو لومړني نتایج د رأی ورکولو د وروستي مرکز په تړل کېدو سره د واشنګټن په وخت د شپې په ۱۲ بجو چې د کابل په وخت نن سهار نهه نیمې بجې کېږي اعلان شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG