د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۱

نارسمي پایلې: ډموکراتان به د امریکا د استازو جرګې واک په لاس کې واخلي

لومړنۍ نارسمي پایلې ښيي چې ډموکراتان به د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې واک په لاس کې واخلي، خو د سنا جرګې واک به له جمهوري غوښتونکو سره پاتې شي.

خبري رسنیو ویلي چې ډموکراتانو د استازو جرګې د کنټرول لپاره څه باندې ۲۳ د اړتیا وړ څوکۍ ګټلې دي.

جمهوري غوښتونکو هم د سنا جرګې د کنټرول لپاره فشار راوړی او ویل کېږي چې ښايي دوه تر درېیو ډموکراتان‌یې مات کړي وي.

د امریکا د کانګرس په منځ‌مهاله انتخاباتو کې چې سې شنبه د نومبر په شپږمه وشول د تېرو کلونو په نسبت زیاتو خلکو ګډون کړی وو.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټویټري پیغام کې دا انتخابات وستایل او فوق‌العاده کامیابي یې یاده کړې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG