د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت که څه هم په مشخص ډول دا نهوايي چې د کانونو په غیر قانوني کېندنو کې د دولت لوړپوړي چارواکي لاس لري او که نه؟ خو وايي چې د روانو ناامنیو له امله د هېواد په ځینو لیرې پرتو سیمو کې د کانونو د غیر قانوني کېندنو مخنیوی یو څه وخت غواړي.
د دغه وزارت ویاند وايي، هڅې تېزې شوي چې د کانونو د ساتنې د ځانګړې کمېټې د هڅو په نتیجه کې دغه ستونزه کمه شي.
عبدالقدیر مطفي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، هغه کانونه چې د ناامنیو له امله د زورواکو، غیر قانوني وسلهوالو ډلو او مخالفینو لهخوا کېندل کېږي، په نښه او سروې شوي او ځانګړي امنیتي قطعه ورته ګمارل شوې ده.
ده وویل، د کانونو د ساتنې دغه ځانګړې قطعه چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د درې ګونو امنیتي ځواکونو له منسوبینو جوړه شوې، د کانونو د غیر قانوني کېندنو د مخنیوي لپاره په کلکه هڅې کوي.
عبدالقدیر مطفي
مطفي زیاته کړه:
"هېڅچا ته چې په هر نوم وي، هر څوک وي، له هرې ډلې وي او هره برخه کې وي، د کانونو د غیر قانوني کېندنو اجازه نهورکوو. موږ ټولې سیمې ځانګړي کړي او امنیتي ارګانونو سره مو شریکې کړي او هغوی یې په اړه اقدامات کوي، که څوک په غیر قانوني کېندنو کې لاس لري، نیول کېږي، که د عملیاتو ضرورت وي، عملیات کېږي او که معضله له دې هم لویه وي، ځانګړي قطعات ورځي او د کانونو ساتنه کوي."
دا پهداسې حال کې ده چې د ولسي جرګې یوه غړي محمد حسین فهیمي د جرګې د چهارشنبې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې د بدخشان ولایت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو د سکرو د کان په غیر قانوني کېندنو کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق لاس لري.
فهیمي ویلي، کره اسناد او شواهد لري چې د ښاغلي محقق غیر مسؤل وسلهوال کسان د سیمې د ځینو زورواکو په مرسته د ټوپک په زور دغه کان کېندي.
خو د ښاغلي محقق په مشرۍ د "حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان" ویاند عباس اګاه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ولسي جرګې د غړي محمد حسین فهیمي دغه ادعا ناسمه او له شخصي غرضه ډکه وبلله.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق
ښاغلي اګاه زیاته کړه:
"کومه ادعا چې د محترم وکیل صاحب فهیمي لهخوا مطرح شوې واقعیت نهلري، په هغه سیمه کې د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان او محقق صاحب هېڅ ډول پوځي یا بله ډله نهلري، په بلخاب ولسوالۍ کې ټول دولتي ارګانونه فعال دي او دا واقعیت نهلري چې استاد یا د استاد پلویان دې پهکې، د ډبرو د سکرو د کان په کېندلو کې لاس ولري."
د ولسي جرګې غړي محمد حسین فهیمي پر محقق سربېره د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو د سکرو د کان په غیر قانوني کېندنو کې د ولسي جرګې غړی سید حسن شریفي بلخابي هم ښکېل ګڼلی، خو ښاغلي شریفي هم پر ځان دغه تور ناسم او تشه ادعا ګڼلې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې مخکې تر دې هم د ملي شورا په یو شمېر غړو هم دا تورونه موجود وو چې د کانونو په غیر قانوني کېندنو کې لاس لري.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له ناامنو سیمو نه رسېدلي خبرونه وايي چې د هېواد د کونړ، پنجشیر، شمالي ولایتونو، ننګرهار، لوګر او داسې نورو سیمو ډېری کانونه، د وسلهوالو مخالفینو او سیمهییزو زورواکو لهخوا په غیر قانوني توګه کېندل کېږي.
خو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو د ساتنې د کمېټې له جوړېدو لږه موده کېږي او د وخت په تېرېدو سره به د امنیتي ارګانونو په مرسته د هېواد د ټولو کانونو خوندیتوب ډاډمن شي.
مخکې تر دې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په وار وار دا ژمنه کړې وه چې د کانونو د غیر قانوني کېندنو مخه به نیسي.
راپور: خان محمد سیند