د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د کانونو غیر قانوني کیندنو او په تړونونو کې نه شفافیت ته د مشرانو جرګې اندېښنه


په افغانستان کې د کانونو د غیر قانوني کيندنې او په قراردادونو کې نه شفافیت هغه مسایل دي چې د مشرانو جرګې غړي یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان مشرانو جرګې د کانونو وزارت چارواکي په داسې حال کې استجوابوي چې په دې وروستیو کې د کانونو د غیر قانوني کيندنو او اکتشافاتو، په تړونونو کې د نه شفافیت او له دغو کانونو د جګړې د تمویل لپاره د کار اخيستلو مسایلو ځينې اندېښنې راپارولې دي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په عمومې غونډه کې په دې اړه د سناتورانو له اندېښنې وروسته د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار پرېکړه وکړه چې راتلونکې اوونۍ دې د کانونو وزارت چارواکي عمومي جلسې ته راشي او په دې اړه دې ځواب ووایي.

فضل هادي مسلمیار
فضل هادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"په غیر قانوني ډول د کانونو استخراج مونږ ته د منلو وړ نه دي او کومې اندېښنې چې سناتورانو مطرح کړې چې په بېلابېلو ولایتونو کې کانونه په غیر قانوني ډول استخراجېږي، دا ټول مسایل به څېړو، راتلونکې اوونۍ باید د کانونو وزارت چارواکي راشي او مونږ ته په دې تړاو ځواب راکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ او يو شمېر مدني ټولنو ویلي چې د افغان حکومت له خوا په غېرقانوني توګه د لویو کانونو تړونونه په افغانستان کې د جګړې خصوصي کېدو ته لار هواروي.

دغه اندېښنې او غبرګونونه وروسته له هغه پورته شول چې په بدخشان ولایت کې د سرو زور او د بلخاب د مسو د کانونو د اکتشافاتو تړونونه د اکتوبر په پنځمه د کانونو او پټرولیم د وزیرې او د دوو بهرنیو شرکتونو ترمنځ په متحده ایالاتو کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شول.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ او د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړنونه غیر قانوني بللي دي.

خو د دغو تړونونو د لاسلیک کېدو په تړاو تر غبرګونونو وروسته جهموري ریاست ویلي چې د یادو تړونونو لاسلیک کېدل هېڅ ډول ستونزه نه ‌لري او په دې اړه یې د شفافیت د څار سازمان مشر څرګندونې بې ‌بنسټه او د عامه ذهنيتونو د ګډوډولو یوه هڅه وبلله.

د افغانستان د کانونو د کيندنې په برخه کې د پراخ فساد او د غیرقانوني کیندنې په برخه کې یې د کابیني د یو شمېر غړو لاس لرل هغه څه دي چې د افغانستان د کانونو د څار بنسټ تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی.

له دې مخکې هم د څار نړیوال بنسټ "GLOBAL WITNESS" چې مرکز یې په لندن کې دی، د کانونو د کيندنې له کبله د افغانستان عواید درې میلیارده ډالر ښودلي او ویلي یې دي چې د دوی د ارزونو له مخې، د وسله‎ والو طالبانو په ګډون ترورېستي ډلې د کانونو د غیر قانوني کيندنې څخه په کلني ډول، تر ۲۰ میلیونو ډالرو پورې عواید ترلاسه کوي.

که څه هم جمهوري ریاست ویلي، چا ته به اجازه ورنه‌ کړي چې د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه ناوړه ګټه واخلي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په وار وار ډاډ ورکړی و چې په غیر قانوني ډول به د کانونو د کيندنې مخه ونیسي، خو لاهم دغه غیرقانوني کيندې روانې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، د غیر قانوني کيندنو د مخنیوي لپاره د حکومت د نه پاملرنې له وجې په نا امنو سيمو کې زورواکان په غیرقانوني کيندنو لاس پورې کوي.

دی وایي:

"حکومت لازمه اماده ګي او ښه مدیریت نه لري، کومې سيمې چې نا امنې دي، هلته زورواکانو د حکومتي مسؤلینو په همغږۍ سره نا امني رامنځته کړې ده او مصنوعي ټوپکوال یې جوړ کړي، ترڅو کانونه په غیرقانوني ډول استخراج کړي."

نوموړي زیاته کړه چې د کانونو په کيندنو کې پر کورنۍ مافیا سر بېره د سيمې استخبارات هم لاس لري چې په وینا یې، د جګړې د دوام یو لامل هم همدا غیرقانوني کیدنې دي.

د ښاغلي سعیدي په وینا، ترهغه چې حکومت په دغو کړیو لاس بری نه شي او قانوني لارې چارې پیدا نه کړي، د کانونو غیر قانوني کيندنې به روانې وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG