د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

کانونو وزارت: په نا امنه سیمو کې د کانونو د کیندلو هېڅ قرارداد نه دی شوی


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په ناامنه سیمو کې د کوم کان د کېندلو تړون نه دی شوی خو په قاچاقي توګه د کانونو کېندل تر اوسه هم په دغه هېواد کې یوه جدي ستونزه ګڼي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، په ځينو سیمو کې په خپل سر کانونه کېندل کېږي او دا هغه ستونزه ده چې له څو کلونو راهیسي دوام لري.

ښاغلي مطفي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د کانونو د ښه مدیریت لپاره غوره سیسټم رامنځته شوی او هڅه کېږي چې له کانونو په شفاف ډول استفاده وشي:

د کانوو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفی
د کانوو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفی

"په هغو سیمو کې چې موږ پکې تړونونه کوو امنیت شته او هلته موږ ټولیز څار لرو چې کولای شو له خپلو سرچینو ساتنه او ښه استفاده وکړو، په هغو سیمو کې چې ناامنۍ وي موږ کله هم تړون نه کوو خو د کانونو غیر قانوني کېندل یوه عمده ستونزه ده او په هغو سیمو کې کېږي چېرته چې وسله وال مخالفین وي او په همدې ډول یو شمېر زورواکي او د سیمې خلک هم په غیر قانوني کیندنو کې ښکېل دي."

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ بیا تازه ویلي چې حکومت د لویو کانونو د مدیریت توان نه لري او په ځینو ناامنیه سیمو کې زورواکي د ځینو کانونو نه غیر قانوني استفاده کوي.

دا بنسټ وايي چې د شیدا د مسو د کان تړون یو نامعلوم شرکت ته سپارل کېږي او دغه شان په بدخشان کې د طلا کان په غیر قانوني ډول یوه پخواني وزیر ته.

د شفافیت د بنسټ یوه مسؤل ویلي، دا لوی کانونه د طالبانو د نفوذ لاندې سیمو کې دي.

خو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو داوطلبي او تړونونه په قانوني او حقوقي ډول، شفافیت او حساب ورکولو ته په پام تر تخنیکي او ستراتژیک لید لوري وروسته ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو افغان کارپوهان په دې باور دي چې ناامني په افغانستان کې د کاني طبیعي سرچینو په اړه یوه عمده ستونزه ده چې حکومت یې باید جدي ونیسي.

له ډلې يي عبدالله واحدیار ازادي راډيو ته وویل:

عبدالله واحدیار
عبدالله واحدیار

"زما په نظر د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت ښه نه دی او که موږ د خپلو کانونو امنیت ټینګ نه شو کړای او له کانونو ګټه ونشو اخیستلای نو غوره دا ده چې هېڅ تړون لاسلیک نشي حکومت ته په کار ده چې نسبي امنیت راولي تر څو وکولای شو هغسې چې اړتیا ده له کانونو سمه استفاده وشي."

له دې سره د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون مرستیال انجینر منور شاه بهادری وايي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کانونو غیر قانوني کیندل لا هم روان دي.

د ده په وینا له کانونو ښه استفاده د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ښه انتخاب دی او حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG