د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۶

نرګس نهان: له کانونو نه د جګړې د تمویل لپاره استفاده نه کېږي


د افغانستان د کانونو نه د جګړې د تمویل او خصوصي کولو په اړه د شفافیت د څار بنسټ او يو شمېر مدني ټولنو د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په هېڅ صورت د افغانستان د کانونو نه د جګړې د تمویل او خصوصي کولو لپاره ګټه نه اخیستل کېږي.

د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د يکشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې په دې اړه د حکومت پرېکړه واضح ده او نه غواړي چې د افغانستان جګړه خصوصي شي.

نرګس نهان
نرګس نهان

نوموړې زیاته کړه:

"دوی وايي هوکړه په دې شوې چې د افغانستان کانونه ورکول کېږي او له پیسو يې جګړه تمویلېږي، په دې برخه کې د حکومت تصمیم واضح دی، په دې اړه د امنیت شورا ناسته وشوه او په کې په ښکاره وویل شول چې نه غواړي د افغانستان جنګ خصوصي شي، موږ پخوا هم ویلي اوس بیا وایو چې د افغانستان د کانونو نه په هېڅ صورت د جګړې د تمویل او خصوصي کولو لپاره استفاده نه کېږي."

اغلې نهان وايي، د افغانستان په شمال کې د سرو زرو او مسو کانونو تړنونه له امریکايي شرکتونو سره نه بلکې له انګلیسي شرکتونو سره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کانونو د تړونونو او جګړې د خصوصي کولو په تړاوو د مدني ټولنو لخوا يوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د افغانستان د طبیعي زېرمو نه د جګړې د تمویل په اړه کوم بحثونه چې په نړیواله ټولنه او د افغانستان حکومت کې روان دي ورته د منلو نه دي.

ښاغلي افضلي وویل، نړیوال دې يو ځل بیا په دې موضوع له سره غور وکړي ځکه افغان ولس په هېڅ صورت چاته دا اجازه نه ورکوي چې د دوی له طبیعي سرچینو نه دې د جګړې تمویل لپاره استفاده وشي.

که څه هم د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ او د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړنونه غیر قانوني بولي خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت بیا وايي چې ياد تړونونه له قانوني اړخه کومه ستونزه نه لري او ټول اړین مراحل یې بشپړ کړی دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان ولایت کې د سرو زور او د بلخاب د مسو کانونو د را ایستلو تړونونه د اکټوبر په پنځمه د کانونو او پټرولیم د وزیرې او د دوو بهرنيو شرکتونو ترمنځ په متحده ایالاتو کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شول چې يو لړ غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي چې عدلي او قضايي ارګانونه باید په دې اړه څېړنې وکړي چې د افغانستان د کانونو په اړه د شفافیت د څاربنسټ څرګندونې او ادعاوې تر کومه سمې دي:

سید قیاس سعیدي
سید قیاس سعیدي

"باید اړوند وزارت د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکړي او حتا عدلي او قضايي ارګانونو ته باید لاړ شي څو دا معلومه کړي کوم تورونه چې په دوی لګېدلي دا رښتیا دي او کنه؟ دا خو په دې نه کېږي چې ښاغلي افضلي دې هم لاړ شي خبري ناسته دې ورکړي او دوی هم ورته کار وکړي."

ښاغلی سعیدي وايي، افغان ولس حق لري چې د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه دقیق معلومات ولري چې تړنونه په کومو شرایطو کېږي او عواید یې چېرته ځي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG