د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۹

په سمنګان کې ولې هر کال لسګونه کان کېندونکي مري؟


د سمنګان د ولایتي شورا غړي وايي چې دې ولایت کې د ډبرو د سکرو د کانونو غیر فني کېندنه هر کال د لسګونه کسانو ژوند ورنه اخلي او د یادې مسئلې د حل په برخه کې تر دې دمه هېڅ ډول اقدامات نه‌دي شوي.

د سمنګان د ولایتي شورا مشر حاجي راز محمد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له ۲۵۰۰ زیات کانونه په سمنګان ولایت کې موجود دي چې یوازې ۴ کانه په فني توګه د حکومت له لوري ویستل کېږي او نور کانونه د سیمه‌ییزو کسانو له‌خوا په خپل‌سري او غیر فني توګه کېندل کېږي.

د سمنګان د ولایتي شورا مشر سره له دې چې وايي، سیمه‌ییز کسان په غیر فني ډول او خپل‌سرې توګه د ډبرو د سکرو کانونه راباسي، زیاتوي چې دا کسان دولت ته هم ټکس یا مالیه ورکوي او تر دې دمه د کانونو د فني ویستلو او د کان کېندونکو د مصونیت په خاطر، د حکومت له لوري هېڅ ډول اقدام نه‌دی ترسره شوی.

د سمنګان د ولایتي شورا مشر راز محمد وویل:

"په غیر فني ډول کانونه راویستل کېږي، له ۲۵۰۰ څخه ډېر کانونه په سمنګان ولایت کې موجود دي چې یوازې څلور کانه په قانوني او فني ډول استخراجېږي، په نورو ټولو کې هر کال د غیر فني استخراج له امله کسان مري."

د سمنګان ولایت اوسېدونکي هم د کانونو د غیر فني ویستلو په اړه اندېښنه ښيي، دوی سره له دې چې محلي حکومت د ډبرو سکرو په کانونو کې د کان کېندونکو ځاني مصونیت ته په بې‌پامۍ تورنوي، خو وايي چې په سمنګان کې اکثر د ډبرو سکرو کانونه د محلي زورواکو له‌خوا د حکومت له مداخلې پرته ویستل کېږي چې هر کال له کان کېندونکو څخه قرباني اخلي.

د سمنګان د مرکز ایبک ښار دوه تنه اوسېدونکي یې په اړه وايي:

"رامش افضلي یم، په سمنګان ولایت کې کانونه خاصتاً د ډبرو سکرو کانونه په غیر فني ډول استخراج کېږي، دولت باید یادې مسئلې ته پام وساتي، د کان کېندونکو ژوند ته لومړيتوب ورکړي او بیا د خپلو ګټو په فکر کې واوسي."

"زه سهیلا نومېږم، په سمنګان کې زورواکي د کانونو په راویستلو کې شریک دي، غیر مسئوله وسله‌وال کانونه په غیر فني ډول راباسي، دوی حتی دولت ته مالیه هم نه‌ورکوي، دولت باید یادې ستونزې ته پام وکړي."

په همدې حال کې د سمنګان د محلي حکومت چارواکي تأيیدوي چې هر کال د ډبرو سکرو له کانونو څه باندې ۲،۵ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کوي، خو وايي چې هر کال د کانونو د غیر فني ویستلو له امله لسګونه کېندونکي په کانونو کې د ميتان ګاز د خپرېدو په خاطر مري.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې تر څنګ چې د سیمې خلک د کانونو په غیر فني کېندنه کې لاس لري، دولت هم په هغو سیمو کې چې کانونه اوباسي، فني او پرمختللو وسایلو ته لاسرسی نه‌لري او یاده مسئله سبب شوې چې د کانونو د راویستلو پر وخت د کېندونکو تلفات لوړ شي.

ښاغلي عزیزي وویل:

"وسایل نه‌دي موجود، کله چې کانونه ویستل کېږي، پرمختللي وسایل‌یې نه‌شته او کېندونکي یې هم ډېر وخت چې په غیر فني ډول کانونه راباسي، د وسایلو د نشتوالي له امله قرباني کېږي."

حکومتي چارواکي په داسې حال کې دغه ستونزه په سمنګان کې تأییدوي چې لا هم زرګونه تنه په غیر فني ډول د سمنګان په درې صوف ولسوالۍ کې د ډبرو کانونه اوباسي.

راپو: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG