د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

افضلي: د جګړې د تمویل لپاره د افغانستان له زېرمو استفاده د منلو نه ده


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ او يو شمېر مدني ټولنې وايي، د افغان حکومت له خوا په غېرقانوني توګه د لویو کانونو تړنونه په افغانستان کې د جګړې خصوصي کېدو ته لار هواروي.

دوی د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې د افغانستان له طبیعي زېرمو د جګړې د تمویل په اړه کوم بحثونه چې په نړیواله ټولنه او په افغان حکومت کې جریان لري، ورته د منلو نه دي.

د شفافیت د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کانونو د تړونونو او د جګړې د خصوصي کولو په تړاو د مدني ټولنو له خوا جوړې شوې غونډې ته وویل چې نړیوال دې په دې موضوع له سره غور وکړي، ځکه افغان ولس په هېڅ صورت چاته دا اجازه نه ورکوي چې د دوی له طبیعي سرچینو دې د جګړې د تمویل لپاره استفاده وشي.

اکرام افضلي
اکرام افضلي

دی وایی:

"که دغه جګړه د غربي هېوادونو د امنیت د ټینګښت لپاره ده، نو ټول لګښت يې باید موږ ور نه کړو، دا چې د دې جګړې انساني او مالي لګښت دې موږ ورکړو، دا په کوم منطق کې جوړ راځي؟ هغه هېوادونه چې دا فشار راوړي چې د جګړې د تمویل منابع له افغانستانه پیدا کړي، يو ځل بیا دې په دې موضوع له سره کتنه وکړي، حکومت ښايي دا موضوع ومني، خو د افغانستان ملت د دوی په وړاندې کمزروی نه دی او موږ به په هېڅ صورت دا و نه منو چې زموږ له زېرمو دې د جګړې د تمویل لپاره کار واخيستل شي."

ښاغلی افضلي وايي، نړیواله ټولنه دې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې خپله ونډه په مسؤلانه توګه ترسره کړي، نه دا چې د دې جګړې ټوله قرباني دې افغانان ورکړي.

نوموړي دغه شان له افغان حکومته وغوښتل چې د افغانستان په شمال کې دې د سرور زرو او مسو د کانونو شوي تړونونه ژر تر ژره لغوه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان ولایت کې د سرو زور او د بلخاب د مسو د کانونو د را ایستلو تړونونه د اکتوبر په پنځمه د کانونو او پټرولیم د وزیرې او د دوو بهرنیو شرکتونو ترمنځ په متحده ایالاتو کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شول چې يو لړ غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل.

خو د دغو تړنونو د لاسلیک کېدو په تړاو تر غبرګونونو وروسته جهموري ریاست وویل چې د یادو تړونونو لاسلیک کېدل هېڅ ډول ستونزه نه ‌لري او په دې اړه یې د شفافیت د څار سازمان مشر څرګندونې بې ‌بنسټه او د عامه ذهنيتونو د ګډوډولو یوه هڅه وبلله.

بل خوا د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت هم د شفافیت د څار سازمان او مدني ټولنو دا اندېښنې بې ځایه بولي چې ګوندې د افغانستان له طبیعي زېرمو د جګړې د تمویل لپاره ګټه اخيستل کېږي.

قدیر مطفي
قدیر مطفي

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زموږ د کانونو له کیندنې يوازنی هدف د افغانستان اقتصادي پياوړتیا ده او د افغانستان له منابعو د خلکو د خیر ښګینې لپاره موثره ګټه اخيستل دي او په دې برخه کې د يو رفاع راوړل دي چې موږ له دې لارې خلکو ته کاري زمینې برابرې کړو."

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی وايي، د نړیوالو د ناسمو پرېکړو له مخې، په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې اوږېدېږي او دا به لویه بې انصافي وي چې اوس دې د افغانستان له طبیعي زېرمو د جګړې د تمویل لپاره ګټه واخيستل شي.

ښاغلی مددزی له افغان حکومته غواړي چې نور دې قانون ماتونه پرېږدي او د افغانستان د طبیعي زېرمو په وړاندې دې مسؤلانه عمل وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG