د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د انتخاباتو کمېسیون: د تېرو انتخاباتو ستونزې د کندهار په انتخاباتو کې نه‌تکرارېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هغه تخنیکي ستونزې چې په کابل او نورو ولایتونو کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې رامنځته شوي د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ به د کندهار په انتخاباتو کې تکرار نه‎شي.

د دغه کمېسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د کندهار د انتخاباتو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او هیله لري چې د کندهار خلک به په‎کې پراخ ګډون وکړي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه چې کومې ترخې تجربې او یو شمېر سیمو کې چې کومې انتخاباتي ستونزې تکرار شوې، ستونزو ته په کتو موږ اول یو ۱۲ نفري ټیم کندهار ته واستوه، څو کندهار له نږدې وڅېړي او ستونزې معلومې کړي، دا لومړني ترتیبات دي، د جمعې په ورځ به د کمېسیون نور چارواکي هم کندهار ته ځي او په شریکه به کار کوو څو تېرې ترخې تجربې په کندهار کې تکرار نه‎شي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د میزان د میاشتې په ۲۸مه نېټه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول.

له انتخاباتو یوازې دوه ورځې مخکې په یوه حمله کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق او د ملي امنیت رئیس جنرال مومن حسین‌خېل ووژل شول چې له امله‎يې په‎دې ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات د یوې اوونۍ لپاره وځنډېدل.

  • د تېر انتخاباتو ستونزې
  1. د رأی اچونې د یو شمېر مرکزونو په ځنډ سره خلاصېدل.
  2. د بایو مټریک په سیستم کې ستونزې.
  3. د رأی ورکوونکو د نوملړ ګډوډېدل.

دا هغه ستونزې وې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ رأی ورکوونکي ورسره مخ وو.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یوې بلې ورځې لپاره هم په بندو مرکزونو کې د رأی اچونې اعلان وکړ، خو پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو له دې امله د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په کمزروي مدیریت تورن کړ.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹مه او وروستۍ پایلې د همدې میاشتې راتلونکې لېندۍ میاشتې په ۲۹مه اعلان شي، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تازه وايي چې ستونزو ته په کتو شاید پایلې په خپل وخت اعلان نه‌شي.

د یاد کمېسیون مسؤلین دغه‌شان وايي چې د حساسو موادو د کڅوړو انتقال هم کابل ته پیل شوی دی.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم ویلي چې د انتخاباتي شکایتونو د ثبت پروسه پای ته رسېدلې او څېړل‌یې پیل شوي چې دا بهیر به تر راتلونکو دوو اوونیو پورې روان وي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ به د کندهار په انتخاباتو کې ۱۷۳ مرکزونه د رأی ورکونې لپاره خلاص وي.

د راپورونو پر بنسټ په‎دې ولایت کې نږدې پنځه لکه کسانو د رأی ورکونې لپاره نوم‎لیکنه کړې، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند او منشي سید حفیظ‌الله هاشمي وايي چې د کندهار وروستۍ امنیتي پېښه شاید د رأی ورکوونکو په شمېر اغېز ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کندهار د انتخاباتو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

د یاد وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"په کندهار کې چې څه امنیتي پرسونل دي، ټول به د امنیت په ټینګښت کې برخه اخلي، اوس په‎دې اړه هم څېړنې روانې دي چې که په کندهار کې مېشت سرتېري کافي نه‎وي نور سرتېري به هم هغه ولایت ته واستول شي، له شک پرته چې دښمن به خپله هڅه وکړي، خو امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې په وخت سره‌يې مخه ونیسي."

کندهار په ولسي جرګه کې ۱۱ څوکۍ لري چې اته‌يې د نارینه‎وو او درې یې د ښځو لپاره ځانکړې شوې دي.

د دغه ۱۱ څوکیو لپاره ۱۱۲ کاندیدان دي چې ۹۹يې نارینه او ۱۳يې ښځې دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG