د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

خوستوالو د کندهار د وروستۍ پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه


د خوست چارواکو، مدني فعالانو او اوسېدونکو له افغان حکومته وغوښتل چې د کندهار په وروستۍ پېښه کې چې د یاد ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رئيس جنرال عبدالمومن حسین‌خېل په‎کې ووژل شول، وڅېړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.

دوی یادې څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۲» د هلمند او کندهار په پېښو کې د درېیو وژل شویو جنرالانو عبدالرزاق، عبدالجبار قهرمان او عبدالمومن حسین‌خېل د فاتحې په مراسمو کې وکړې.

خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې له افغان حکومته وغوښتل چې د خلکو د ډاډګېرنې په خاطر دې د کندهار پېښه وڅېړي او د څېړنو په نتیجو دې خلک خبر کړي.

د خوست والي حکم خان حبیبي
د خوست والي حکم خان حبیبي

د خوست د ولایتي شورا پخوانی رئيس عبدالولي واحدزی وايي، دوی لپاره هم مهمه دا ده چې د دا ډول ترهګریزو بریدونو پوښتنه وشي.

ښاغلی واحدزی زیاتوي:

"تېره اوونۍ کې زموږ دوه زړور جنرالان عبدالجبار قهرمان او جنرال عبدالرازق په شهادت ورسېدل او دا پېښې رښتیا هم ډېرې دردوونکې وې، زموږ هیله دا ده چې افغان حکومت دې دا عادي نه‌پریږدي او یوازې دې د کمېسیون په ټاکنو نه‌خُلاصه کوي، زموږ لپاره مهمه دا ده چې د دې دواړو جنرالانو او دې ته ورته نورو قهرمانانو چې په افغانستان کې ترور شول، د هغوی پوښتنه وشي."

د جنرال رازق، جنرال جبار قهرمان او جنرال مومن حسین‌خېل د فاتحې به مراسمو کې د خوست قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، پوځي افسرانو او سرتېرو، حکومتي مأمورینو او نورو خلکو ګډون کړی وو.

قومي مشر مارک ځدراڼ وویل، هغه کسان چې دا ډول بریدونه کوي، موخه‌يې دا ده چې دا هېواد ځان بسیاینې ته ونه‌رسېږي او نورو ته محتاجه پاتې شي.

مارک ځدراڼ وايي:

"کوم خلک چې دا ډول مشکل جوړوي، هغوی نه‌غواړي چې افغانستان کې کومه ابادي راشي، د افغانستان ټول ولس له ولسمشر نیولې بیا تر یو پوځي منصبدار پورې څوک چې وطن ته د خدمت اراده ولري، هغه بالکل په نښه کېږي."

مدني فعال سلطان محمود خیرخواه وايي، که افغانان متحد او یو موټی نه‎شي، نو د دوی په لیکو کې به پردیو ته د مداخلې زمینې موجودې وي او په‎دې هېواد کې به شته ناخوالې دوام پیدا کړي.

دی وايي:

"موږ دا ډول ډېر شخصیتونه په تېرو ۴۰ کلونو کې دلاسه ورکړي دي او هره ورځ‌يې دلاسه ورکوو، که متحد نه‎شو، په اتفاق نه‎شو، افغانان خپل ځانونه ونه‌پېژني، ملي وحدت ته وفادار نه‎شي، تاجک، هزاره، پښتون، بلوڅ نورستانی، کندهاری، پکتیاوال، ننګرهاری او نور سر یو نه‌شي، موږ به همدا ډول وژل کېږو، دښمن به په موږ کې لاسوهنې کوي، دښمن به مو یو یو اتل وژني او موږ به سترګې ورته غړوو."

همایون همایون
همایون همایون

د فاتحې په مراسمو کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون هم له خلکو وغوښتل چې د خپلو خدمتګارانو درناوی وکړي.

ده وویل، د کندهار امنیه قوماندان د هغو عملونو سخت مخالف و چې د افغاني ټولنې له مذهبي او کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې وو.

همایون جنرال قهرمان هم خاورې او ولس ته یو وفادار شخصیت یاد کړ او ويې‌ویل چې هغه د هېواد او ولس لپاره مبارزه کړې او په مادي لحاظ حتی شخصي کور هم نه‎لري.

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس مومن حسین‌خېل تېره پنجشنبه د ولایت په دفتر کې په داسې حال کې چې د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان سکاټ مېلر او نورو چارواکو سره له یوې امنیتي غونډې د وتلو په حال کې و، د یو ساتونکي له‎‎خوا په ډزو ووژل شول.

د ولسي جرګې نوماند عبدالجبار قهرمان بیا له‎دې پېښې یوه ورځ مخکې د چهارشنبې په ورځ د نوموړي په ټاکنیز دفتر کې په چاودنه کې ووژل شو.

راپور: نجیب‎الله الوخېل

XS
SM
MD
LG