د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون: ښايي د ځينو حوزو رأيې باطلې اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون وايي دوى ته د وررسېدلو زرګونه شکايتونو له جملې ځينې يې جدي دي.

د دغه کمېسيون په باور ممکن تر څېړنو او ارزونو وروسته دغه جدي شکايتونه د ځينو ولايتونو د انتخاباتي حوزو د رأيو د باطلېدو سبب شي.

د انتخاباتي شکايتونو د کمېسيون مرستيالې حميرا حقمل پرون ازادۍ راډيو ته وويل:

"څرنګه چې په قانون کې دغه موارد پېشبيني شوي دي. طبعاً د افغانستان ټاکنې هم له دغسې وضعيت څخه ليرې نه‌دي. داسې موارد شته چې د شکايتونو تر څېړنې او ارزونې وروسته د ځينو حوزو رأيې باطلې اعلان او په هغو حوزو کې بيا انتخابات وشي."

د انتخاباتي شکايتونو د کمېسيون مرستياله حميرا حقمل
د انتخاباتي شکايتونو د کمېسيون مرستياله حميرا حقمل

​مېرمن حقمل وايي د دوى لومړنۍ ارزونې ښيي چې زياتې انتخاباتي سرغړونې په کابل، لغمان او ميدان وردګ ولايتونو کې شوي دي.

د قانون له مخې خلک کولاى شي تر انتخاباتو ٤٨ ساعته وروسته خپل شکايتونه ثبت کړي.

يعنې خلک نن سې شنبه د شپې تر ۱۲ بجو پورې خپل شکايتونه د انتخاباتي شکايتونو له کمېسيون سره ثبتولاى شي.

خلک نن سې شنبه د شپې تر ۱۲ بجو پورې خپل شکايتونه د انتخاباتي شکايتونو له کمېسيون سره ثبتولاى شي.

​دغه کمېسيون وايي پرون دوشنبه‌يې شااوخوا ١٠٠٠ شکايتونه ثبت کړي او د انتخاباتو په دوو ورځو کې هم ٦٠٠٠ شکايتونه له دوى سره ثبت شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په تېرو انتخاباتو کې سرغړونې تأیيدوي، خو فکر کوي چې ښايي ډېرې جدي نه‌وي، د دغه کمېسيون په حواله که چېرې د انتخاباتي شکايتونو له کمېسيون سره درج شوي شکايتونه مستند وي او پر اساس‌يې د ځينو حوزو رأيې باطلې اعلانېږي، دوى به‌يې تأييد کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمېسيون وياند سيد حفيظ‌الله هاشمي
د افغانستان د انتخاباتو د کمېسيون وياند سيد حفيظ‌الله هاشمي

د دغه کمېسيون وياند سيد حفيظ‌الله هاشمي وايي دوى تيار دي، له قانون سره سم په هغو انتخاتي حوزو کې چې رأيې باطلې اعلانېږي، انتخابات وکړي.

ښاغلی هاشمي زیاته کړه:

"ځينې سرغړونې چې دي له قانون سره سمې به څېړل کېږي. هر څه چې قانون پېشبيني کوي او مستند وي د ټاکنو خپلواک کمېسيون به ورسره مشکل ونه‌لري، په دې شرط چې مستند او معتبر اسناد وي، حقوقي او قانوني اړخ‌يې هم په پام کې نيول شوى وي."

د قانون له مخې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مؤظف دى په هغو انتخاباتي حوزو کې په يوه اوونۍ کې دننه بيا انتخابات وکړي چې رأيې يې باطلې اعلانېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ويلي، د رأی اچونې په ورځ‌يې د تخنیکي ستونزو د څېړنې لپاره کمېټه ټاکلې ده او تر هر اړخیزو څېړنو وروسته به د رأی اچونې د مرکزونو ټولو هغو کارکوونکو ته قانوني سزا ورکړل شي چې په وظيفه کې يې ناغېړي کړې وي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فيفا اجرائيه مشر يوسف رشيد
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فيفا اجرائيه مشر يوسف رشيد

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فيفا اجرائيه مشر يوسف رشيد د يکشنبې په ورځ ويلي وو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې انتخاباتو ته پوره چمتووالى نه‌درلود چې د انتخاباتو په ورځ د بېلابېلو بې‌نظميو او سرغړونو سبب شو.

له غزني او کندهار ولايتونو پرته د ولسي جرګې انتخابات تېره شنبه او يکشنبه وشول.

که څه هم په پام کې ده په کندهار کې دغه انتخابات راروانه شنبه وشي، خو د غزني ولايت د انتخاباتو لپاره لا کوم مهالوېش نه‌دى ټاکل شوى.

XS
SM
MD
LG