د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

مشرانو جرګه: حکومت دې د جنرال عبدالرازق د ترور په تړاو وضاحت ورکړي


په داسې حال کې چې د جنرال عبدالرازق اڅکزي د ترور د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي د افغانستان د مشرانو جرګې غړي هم د دغې قضیې په روښانه کېدو ټينګار کوي.

د یادې جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۱» د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د جنرال عبدالرازق اڅکزي وژنه دردوونکې ده، خو په وینا یې د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو د حکومتي چارواکو څرګندونې د قناعت وړ نه‌دي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"دا دردوونکې پېښه ده او زغمل‌یې ډېر سخت دي او هر یو باید جنرال رازق جوړ شو او له هېواد نه دفاع وکړو، په دې اړه د خلکو قناعت نه‌دی حاصل شوی، باید خلکو او نړیوالو ته وضاحت ورکړل شي."

مشرانو جرګې همدارنګه پرېکړه وکړه چې د حقیقت موندنې یو پلاوی به کندهار ته لېږي او همدا شان د پولیسو ملي اکاډمي دې د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شي.​

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د مخکېني امنیه قوماندان عبدالرازق پر مړینه د نوموړي له کورنۍ، د کندهار ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په هدف، د سې شنبې په ورځ کندهار ته ولاړ.

همدارنګه د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ هغه اوازې ناسمې وبللې چې ګوندې د جنرال رازق په وژل کېدو کې د غوڅ ملاتړ مأموریت لاس دی.

چارواکي وايي، د کندهار د والي یوه ساتونکي وروسته له هغه ډزې پیل کړې چې د کندهار سیمه‌ییز چارواکي له یوې امنیتي غونډې وروسته د راوتو په حال کې و.

جنرال رازق له والي او د ناټو له قوماندان سره تر پېښې شېبې مخکې
جنرال رازق له والي او د ناټو له قوماندان سره تر پېښې شېبې مخکې

په غونډه کې جنرال مېلر هم ګډون کړی و، خو هغه ته زیان نه‌‎دی اوښتی.

جنرال سکاټ مېلر تر دغې پېښې وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دی هدف نه‌‌و.

وسله‌‎والو طالبانو بیا د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې هدف‌یې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ناټو قوماندان سکاټ مېلر و.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي په کندهار کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي چې د دوی د موندونو له مخې، حمله کوونکي له حملې ۱۵ دقیقې وړاندې له پولې اخوا دوه نیمې دقیقې په ټیلیفون خبرې کړې دي او د حملې په اړه‌يې دستور اخیستی دی.

ښاغلي ستانکزي په کندهار کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د جنرال عبدالرازق د وژل کېدو په تړاو ۱۵ تنه نیول شوي او د نوموړي په وینا د دغې حملې لپاره د کرښې له هغې غاړې دستور اخیستل شوی.

ښاغلي ستانکزي ویلي چې دا لومړنۍ څېړنې وې او په دې اړه نور تحقیقات هم روان دي.

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د امنیت رئیس مومن حسین‌خېل تېره پنجشنبه د ولایت په دفتر کې په داسې حال کې چې د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان سکاټ مېلر او نورو چارواکو سره له یوې امنیتي غونډې څخه د وتلو په حال کې وو، د یو ساتونکي له‎ خوا په ډزو ووژل شول.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې یو شمېر سناتورانو وویل چې د دغې پېښې عاملین باید مجازات شي.​

د دغو سناتورانو له ډلې نظر محمد فقیري په دې اړه وویل:

"دا سرتېری څوک و؟ چا راوستلی و؟ چا یې ضمانت کړی و؟ باید دا پوښتنې ځواب شي کشفي ارګانونه دا کس باید معلوم او ورته سخته سزا ورکړي."

په همدې حال کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار وویل، که څه هم تر اوسه د هېڅ یو ملي شخصیت د ترور دوسیه نه‌ده روښانه شوې، خو په وینا یې بیا هم د جنرال عبدالرازق د ترور په اړه ځيني مبهمې او ګونګې څرګندونې موجودې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG