کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه لیکلي دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې به خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی وايي چې پر جنرال عبدالرازق برید د ډیورند له کرښې هاخوا پلان شوی و.
په مطلب کې راغلي، ستانکزي که څه هم ښکاره د کوم هېواد نوم وانهخیست، خو ظاهراً یې اشاره پاکستان ته وه.
د ملي امنیت د رئیس په حواله دا هم راغلي چې حمله کوونکي له حملې ۱۵ دقیقې مخکې له پولې هاخوا دوه نیمې دقیقې په ټیليفون خبرې کړي او د حملې دستور یې اخیستی دی.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت رئیس ویلي، له هغه هېواد سره به خبرې وکړي، کوم چې دغه حمله پهکې طرحه شوې، څو مسؤل کسان دوی ته وروسپاري.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمتالله نبیل په حواله لیکلي چې د جنرال رازق ترور د پاکستان استخبارتي شبکې (ای. اېس. ای) ته د نږدې کسانو لهخوا شوی او یاد کس د (ای. اېس. ای) په مرکزونو کې روزل شوی و.
په مطلب کې د ښاغلي نبیل په حواله دا هم راغلي چې د سرچینو پر بنسټ د جنرال رازق وژونکي د (الحمزه) په نوم د انتحاري حملو په روزنیز مرکز کې روزل شوی و چې دا مرکز د تاج میر جواد مشهور په مولوي ذبیحالله تر مستقیمې څارنې لاندې دی او نوموړی له (ای. اېس. ای) سره نږدې اړیکې لري.
- سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو په اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلي، ایا حکومت د دغې پېښې د حقیقت موندنې توان لري؟
په مطلب کې وړاندې راغلي چې حکومت د خپلو درواغجنو وعدو په دوام بیا هم وعده وکړه چې د جنرال عبدالرازق د وژل کېدو قضیه به څېړل کېږي او په دې تړاو راپورته شوې پوښتنې به ځوابېږي، هغه وعده چې د مطلب د لیکونکي په خبره، په وار وار تکرار شوې، خو نتیجه ترې نهده راوتې.
ورځپاڼې لیکلي چې خلک هم په دا شان وعدو اوس بېباوره شوي او که له واقعيته سترګې پټې نهشي، نو د دغې پېښې د تیاره خواوو روښانه کول د حکومت په توان کې نهدي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپانې هم د موضوع په اړه یوه مقاله چاپ کړې ده.
لیکوال لیکي، ویل کېږي چې دا غونډه داسې وه چې یوه کورني سرتېري هم اجازه نهدرلوده چې له وسلې سره امنیتي محدودې ته وردننه شي، بیا نو څنګه د طالبانو نفوذي کس کولای شول چې په جنرال رازق ډزې وکړي؟
په مطلب کې وړاندې راغلي، په ډېر احتمال سره چې د طالبانو نفوذي کس د یو لوړپوړي دولتي چارواکي لهخوا په دنده ګمارل شوی وي چې د لیکوال په باور، دا چارواکی کېدای شي یو وزیر یا یو والي وي.
اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د جنرال رازق ورور تادین خان اڅکزی د کندهار سرپرست امنیه قوماندان وټاکل شو.
په مطلب کې راغلي چې نوموړی تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د مرستیال جانان بارکزي لهخوا معرفي شو.