د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

کابل له تهرانه د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه


افغان حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې له یاد هېواده غواړي چې له کابل سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

د افغانستان اجرائیه ریاست د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي دي امریکا د افغانستان د سولې په مسئله کې جدي نه ده د امریکا او ایران په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي چې له کابل سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې جګړه د حل لاره نه ده او افغان حکومت هڅه کوي چې روانې جګړې ته سیاسي حل لاره وګوري.

نوموړي زیاته کړه:

امید میثم
امید میثم

"سوله حکومت ته لومړیتوب لري، موږ د امریکا او ایران په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړو چې د سولې د خبرو اترو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، ځکه چې موږ د نړۍ په نمایندګې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یو او دوی ټول باید په رښتینې ډول هڅه وکړي ترڅو په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په تهران کې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا تازه هلې ځلې په ډاګه کوي چې دا هېواد په افغانستان او سیمه کې نور اهداف تعقیبوي او د سولې په مسئله کې جدی نه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په وروستیو کې امریکا په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو د پیل هلې ځلې تېزې کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په وروستیو کې کابل، اسلام، ریاض او قطر ته جلا جلا سفرونه وکړل.

د راپورونو په اساس د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو پیل د ښاغلي خلیلزاد او پاکستاني او قطري چارواکو ترمنځ د خبرو اصلي ټکي وو.

وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په لومړي وار تائيد کړه چې په قطر کې د دغه وسله والې ډلې یو شمېر استازو له ښاغلي خلیلزاد سره کتلي دي.

طالبانو ویلي چې په دغه ناسته کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانستان د سولې په اړه به خبرې اترې او ناستې دوام ولري.

افغان حکومت هم هیله مندي ښودلې چې ډېر ژر به له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو دروازه خلاصه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د مریکا د متحده ایالاتو په ګډون د سولې له پروسې د یو شمېر ملاتړو هېوادونو رول په سوله کې رغونکی دی او تر دې دمه يې په دې برخه کې عملي ګامونه هم اخیستي دي.

د دې شورا ویاند احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل:

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

"د سیمې او نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې د پروسې په اړه ښه ګامونه اخیستي دي او موږ هیله لرو چې دا اقدامات نور هم پیاوړي شي، همدا شان په دې برخه کې د نړۍ د هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکا مرسته ډېره اړینه ده."

د نړیوالو چارو یوشمېر کارپوهان له هغې ډلې انتظار خادم ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالات له هغه نفوذ نه په ګټې اخیستنې چې د طالبانو په ملاتړو په ځانګړې توګه په پاکستان یې لري باید طالبان د سولې د خبرو مېز ته کېنوې.

ښاغلی خادم د افغانانو په مشرۍ سوله ځکه یوه اړتیا بولي چې دلته د افغان دولت حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي چې په خبره یې ناوړه پایلې به ولري.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG