د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د کابل چاپ ورځپاڼو نننیو ګڼو په کومو مسایلو بحثونه کړي؟


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې اکثره مطالب بیا هم د سولې لپاره روانو هڅو او د راتلونکو انتخاباتو په اړه روانو بحثونو ته ځانګړي شوي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څلورو هېوادونو ته د خپل سفر راپور د افغان حکومت له مشرانو سره شریک کړی.

ورځپاڼه د ارګ ماڼۍ له خوا د خپور شوي یوه بیان په حواله لیکي چې په دې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد ولسمشر ته د خپل راپور د وړاندی کولو پر مهال وویل چې امریکا د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې د طالبانو د یوه بیان په حواله لیکلي دي چې په قطر کې یې له ښاغلي خلیلزاد سره لیدلي او له نوموړي سره یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغان مسئلې په سوله ییزې حل لاری خبرې کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو د لیدنې په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې په دې کتنه کې د روانې کشالې د حل لپاره پر افغان شموله هڅو خبرې شوي او د داسی ناستو پر دوام هم هوکړه شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلی خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره تر کتنې وروسته کابل ته راستون شو او د افغان حکومت مشرانو ته یې د امریکا د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په تړاو د افغانستان د نجات د شورا نظر راخيستی او لیکلي یې دي چې د افغان سولې په تړاو نړیوالو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړی.

ورځپاڼه وړاندې ددې شورا په حواله لیکي چې له تېرو څو کلونو راهيسې په کور دننه او بهر هڅې روانې دي، زیات لګښتونه هم شوي، خو تر اوسه دغو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړی او لا هم جګړه روانه ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې افغان ولسمشر د سېمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد د راپور تود هرکلی وکړ او دده هلې ځلې یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو ستر ګام وباله.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي خلیلزاد د راپور د وړاندې کولو پر مهال ولسمشر ته وویل چې د پاکستان، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو مشرانو ورته ډاډ ورکړی چې طالبان به وهڅوي چې له ناروا جګړې لاس په سر شي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

ورځپاڼه سېمې ته د ښاغلي خلیلزاد سفر ګټور بولي او لیکي چې دده هلو ځلو ان د پاکستان، روسیې او ایران په څېر ترهګر پالونکي هېوادونه دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې له لاس وهنو ډډه وکړي او طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو ته کېني.

د کابل پاتې ورځپاڼو د راتلونکو پارلماني انتخاباتو په اړه په سیاسي کړیو کې د روانو بحثونو په تړاو بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي، که څه هم د ولسي جرګې انتخاباتو ته چې د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره کېږي، خورا کمه موده پاتې ده، خو د دغې پروسې د شفافیت په اړه شکونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

ورځپاڼه لیکي چې سیاسي کړۍ د انتخاباتو د شفافیت په اړه انتقادونه د دې لپاره کوي چې نه خو امنیت شته او نه هم د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره زمینه برابره ده.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د افغانستان د نجات شورا په حواله په یوه مطلب کې لیکلي دي چې د انتخاباتي کمېسیونونو غړي له حکومته لارښوونې ترلاسه کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دغې شورا د یوې طرحې په وړاندې کولو سره د انتخاباتو د کمېسیون او له حکومته غوښتنه کړې چې هغه سېمې مشخصی کړي چې انتخابات پکې نه کېږي.

ورځپاڼې د افغانستان د نجات د شورا دا ګیله هم راخيستې چې په بیا بیا یې له حکومت سره د انتخاباتو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي دي، خو حکومت د ستونزو په حل کې جدي نه و.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې هم لیکلي دي، سره له دې چې افغان حکومت د اصلاحاتو په پلمه څو ځلې د ولسي جرګې انتخابات وځنډول، خو د ولسواکۍ د دغه بهیر لپاره له روانو تیاریو ښکاري چې لا هم د انتخاباتو شفافیت نه دی تضمین شوی.

ورځپاڼې وړاندې د انتخاباتو په کمېسیون او حکومت تور پورې کړی چې د انتخاباتو د شفافیت لپاره سیاسي اراده نه لري او اوس پکار ده چې مدني ټولنې، خلک او نوماندان لاس په کار شي او په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنوي لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG