د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

د انتخاباتو کمېسیون: ۶ ولایتونو ته د بایومټریک د دستګاوو لېږد پیل شو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته چمتوالی نېږدې په بشپړېدو دی او په څو ورځو کې به د بایومټریک سیسټم دستګاوې ټولو انتخاباتي مرکزونو ته انتقال شي.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د یکشنبې په ورځ ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوو د انتقال د پیل په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، په لومړي سر کې به دغه مواد له امنیتي ګواښونو سره مخ ۷۴ ولسوالیو ته انتقال شي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

نوموړی زیاتوي:

"له نېکه مرغه د بایومټریک ټولې ۲۲ زره دستګاوې له اخېر ورژن سافټ ویر، پرینټر، د پرینټر له کاغذ او دغه شان له ټولو سامان الاتو سره کمېسیون ته رسېدلي، نن له ټولو وسایلو سره دغه دستګاوې، شپږ ولایتونه، لکه نورستان، بدخشان، پکتیکا، ارزګان، غور او فاریاب ته یې انتقال پیل شو او پاتې نور به د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې ټولو ولایتونو، ولسوالیو او محلونو ته ورسېږي."

ښاغلي هاشمي وویل چې د دغو دستګاوو د کارېدنې لپاره دوه زره کارکوونکي له وړاندې ټریننګ شوي چې دوی به بیا د انتخاباتو تر ورځې شاوخوا ۲۰ زره نور کسان ټریننګ کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روانې میزان میاشتې په ۲۸ مه ترسره کېږي چې دا مهال ورته له غزني پرته په ټول افغانستان کې انتخاباتي کمپاینونه روان دي.

بل‎خوا د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د بایومټریک دستګاوو په کارونې شک څرګندوي او وايي چې دغه دستګاوې ناقصې دي.

د دغې جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې په‎دې اړه د ولس اندېښنه ځواب کړي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

مسلمیار زیاته کړه:

"ښه به دا وي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په‎دې اړه سناتورانو ته ځواب ووايي او د سیستم د کارونې په هکله وضاحت ورکړي چې:

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ورځ د بایومټریک سیسټم د کارونې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د دغه کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي وویل چې دغه دستګاوې معیاري دي او استفاده ورنه حتمي ده.

بل‎خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ «فیفا» ټینګار کوي چې دغه دستګاوې محلونو ته د انتقال پر مهال خوندي وساتل شي.

دا په‎داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د انتخاباتو د ورځې او د انتخاباتي حساسو او غیر حساسو موادو د انتقال او ساتنې ډاډ ورکړی وو.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG