د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د بایومتریک سیسټم ټول وسایل د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورسېدل


د افغانستان د انتخاباتو خپواک کمېسیون وايي، د بایومټریک سیسټم ټولې دستګاوې چې حکومت یې د ورکولو ژمنه کړې وه، ورته وسپارل شوې.

د کمېسیون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې نن، شنبه د اکټوبر۶مه ، به دافغانستان ۷۴ ولسوالیو ته د دې ماشینونو د استولو چارې پېل کړي.

هاشمي وویل ،دا بهیرپه یوه اونۍ کې بشپړېږي.

دهاشمی په وینا، د بایومټریک سیسټم فعالېدل د انتخاباتو د شفافیت لپاره ډېر مهم کار و چې سرته ورسېد:

"د دې وسایلو بسته بندي پېل شوې او یوڅه وخت به ونیسي. موږ ۷۶ ماشینونه ولایتونو ته لېږلي او د ماشینونو د استفادې لپاره ۲۵۰ کسان هم روزل شوي او ولایتونو ته استول کېږي. دا پروسه به په زنجیري ډول، تر ټولو ولسوالیو او کلیو ورسېږي. "

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمی
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمی

د انتخاباتو دخپلواک کمېسیون ویاند وویل چې دبایومتریک سیسټم په مرسته به د خلکو د ګوتو نښې، عکس، د هویت د کارت [تذکرې ] عکس او ځانګړی نمبر ثبتېږي او هر وګړي ته به یو ځانګړی "سټېکر" چاپېږي چې د رایې پر کارت به نښلول کېږي.

د رايي پر کارتونو ځانګړې سټېکر به د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو په بهیر کې د درغلیو مخنیوی وکړي:

"ښه والی یې په دې کې دی چې د [یوه وګړي له خوا] د تکراري یا په مکرر ډول د رایې اچولو مخنیوی کوي. دا د انتخاباتو دشفافیت لپاره ډېره مناسبه وسیله ده چې کمېسون ته ورکړ شوې ده. "

په افغانستان کې د انتخاباتو دڅارنې یوشمېر خپلواکو ادارو غوښتنه کړې چې تخینکي وسایل باید انتخاباتي مرکزونوته تر استول کېدو مخکې وکتل او وازمویل شي څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول وسایل فعال دي اود انتخاباتوپه ورځ دتخنیکي ستونزو له امله د ممکنو ګډوډیو مخنیوی وشي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات، له غزني پرته ، په ټول افغانستان کې دمیزان په ۲۸مه نېټه کېږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د انتخاباتو لپاره نور ټول حساس اوغیر حساس مواد ولایتونو ته استول شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات، له غزني پرته ، په ټول افغانستان کې دمیزان په ۲۸مه نېټه کېږي.

ولسي جرګې ته ۲۵۶۱ کسان کاندید شوي چې د رپوټونو په اساس، ۴۱۸ تنه یې ښځې دي.

ولسي جرګې ته ۲۵۶۱ کسان کاندید شوي چې د رپوټونو په اساس، ۴۱۸ تنه یې ښځې دي.
ولسي جرګې ته ۲۵۶۱ کسان کاندید شوي چې د رپوټونو په اساس، ۴۱۸ تنه یې ښځې دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي پرون وویل چې د انتخاباتو په ورځ به په ۲۱۰۰۰ انتخاباتي سیموکې د رایې ورکولو تقریباً ۵۱۰۰ مرکزونه پرانیستي وي.

حفیظ الله هاشمی:د انتخاباتو په ورځ به په ۲۱۰۰۰ انتخاباتي سیموکې د رایې ورکولو تقریباً ۵۱۰۰ مرکزونه پرانیستي وي

کمېسون ویلي چې امنیتي ځواکونه لرې پرتو سیمو ته د دوي د وسایلو په لېږدولو کې مرسته ورسره کوي.

دې کمېسیون په مکرر ډول په افغانستان کې د را روانو انتخاباتو په درشل کې، د کاندیدانو، رایې ورکونکو اوانتخاباتي مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له امنیتي ځواکونو یې غوښتنه کړې چې په د دې بهیر د مصئونیت لپاره هڅې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG