د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د انتخاباتو کمېسیون: د ټاکنو د مرکزونو د امنیت ساتنه د حکومت مسؤلیت دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، امنیتي بنسټونو د رأیې ورکولو د پنځه زره مرکزونو د امنیت د تامین په اړه ډاډ ورکړی دی.

انتخابات هغه ملي پروسه چې ټول یې د ترسره کېدو لپاره شېبې شماري او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم په دې اړه د چمتووالي خبره کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د انتخاباتو په ورځ به د رأیې ورکولو ۵۱۰۶ مرکزونه پرانيستي وي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات وايي چې د انتخاباتو د امنیت په اړه اندېښنه نه لري.

دی زیاتوي:

"امنیتي بنسټونو ژمنه کړې چې د ۵۱۰۶ مرکزونو امنیت به خوندي کوي چې دا به په ۲۱ زره محلونو کې وي، پنځوس زره امنیتي ځواکونه د انتخاباتو د امنیت لپاره ګمارل شوي، تر اوسه په دې برخه کې اندېښنه نشته او حکومت د دغه بهیر د امنیت د خوندیتوب مسؤلیت لري."

ښاغلی سادات وايي، امنیتي بنسټونو د انتخاباتو په ورځ د امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکړی او په همدې دلیل په ځینو سیمو کې تصفیوي عملیات زیات شوي هم دي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره پنځوس زره ځواکونه ګمارل شوي او دغه پروسه به د امنیت په فضا کې ترسره شي.

له دې ټولو سره سره په هېواد کې د رأیې ورکولو د دوه زره مرکزونو تړل کېدو، د انتخاباتو د سراسريتوب په اړه پوښتنې پیدا کړې دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د نوماندانو وروستیو ترورونو او نا امنۍ ته په اشارې سره وايي چې ښايي په هغو مرکزونو کې چې حکومت یې د امنیت د تامین ډاډ ورکوي، هم انتخابات ترسره نه شي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي وویل:

"له بده مرغه، د انتخاباتو سراسريتوب د اساسي قانون له مخې، تر پوښتنې لاندی دی، که څه هم وضعیت د درک وړ دی، خو که موږ ۲۰۰۰ مرکزونه نه شو پرانيستلای، نو حتماً به د انتخاباتو په ورځ هم ستونزې ولرو."

د ښاغلي رشید په خبره، داسې اندېښنې هم شته چې ښايي د نا امنۍ په پلمه د انتخاباتو له بهیر څخه سیاسي استفاده وشي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او امنیتي بنسټونه باید د دغه بهیر د امنیت خوندویتوب ته لومړیتوب ورکړي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG