د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

ملي ارمان: افضلي وايي ولسمشر غني د کانونو په تړونونو کې معامله کړې


کابل چاپ ورځپانو نن د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکلي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو په حواله لیکلي، په کومو سیمو کې چې له بایو مټریک سیستم نه استفاده نه‌کېږي، رأیې یې باید باطل اعلان شي.

ورځپاڼې د سیاسي ګوندونو او جریانونو د سیاسي کمېټې په حواله لیکلي، اوس چې په انتخاباتو کې له بایو مټریک سیستم نه د استفادې زمینه برابره شوې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید ټولو هغو کسانو ته چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر پېژندل کېږي که په خپلو تذکرو کې یې سټیکرونه هم نه‎وي لګولي په انتخاباتو کې د ګډون او رأی کارولو فرصت ورکړي.

دا انتخابات نه د خلکو او نه د اساسي قانون له نظره ښکلی دی.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې دغه شان د انتخاباتو په اړه تبصره کړې او لیکلي یې دي، په‎دې کې شک نه‌شته چې شفاف انتخابات د خلکو باور په دغه پروسه بیا راژوندی کولای شي او هغوی دا ډاډ ترلاسه کوي چې د خپل برخلیک په ټاکلو کې اغېزمن رول لري.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې دا په پرمختللو ټولنو، ولسواکي نظام او مشروع حکومت کې یو اصل دی.

خو سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي چې دا انتخابات نه د خلکو او نه د اساسي قانون له نظره ښکلی دی، بلکې د شعار تر بریده یوازې د خلکو د مشارکت ننداره ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د بدخشان د طلا او د بلخاب د مسو د کانونو د را ایستنې د تړونونو د لاسلېک کېدو په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په‎داسې حال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې له دوو بهرنیو شرکتونو سره د دغو کانونو د را ایستنې د تړونونو د لاسلیک خبر ورکوي چې د افغانستان د شفافیت د څار شبکې مخکې تر دې ویلي و چې افغان حکومت د بهرنیو تر فشار لاندې غواړي د دغو دوو کانونو تړونونه په غیر قانوني ډول له هغو شرکتونو سره چې د ښار جوړونې پخوانی وزیر سید سعادت منصور نادري یې برخه لرونکی دی لاسلیک کړي.

ورځپاڼې لیکلي چې د دغې شبکې رئیس سید اکرام افضلي د یادو دوو کانونو د تړونونو لاسلیک د کانونو لوټل او نړیواله توطئه بللې او ویلي یې دي چې حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني په یاده برخه کې سیاسي معامله کړې چې د افغانستان د کانونو سکټور ته یو د اندېښنې وړ خبرداری دی.

ورځپانې د ښاغلي افضلي له قوله دا هم لیکلي چې تړون کوونکي شرکتونه د یادو کانونو د را ایستلو توان نه‎لري او دولت دوی ته دا فرصت ورکړی چې د خپل کار په جریان کې خپل کاري ضمانت وسپاري چې په خبره‌یې دا هم یو غیر قانوني امتیاز دی.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم د موضوع په اړه لیکلي، خو انیس بیا دا تړونونه قانوني بللي دي.

افغان حکومت اېرک پرنس ممنوع‌الدخول اعلان کړی دی.
  • ویسا

ویسا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې افغان حکومت اېرک پرنس ممنوع‌الدخول اعلان کړی دی.

په ورځپاڼه کې لیکل شوي چې نوموړی د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو هڅه کوي.

ورځپاڼې په خپل مطلب کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله لیکلي چې پرنس د ولسمشر غني په نظام کې د شاملو او بهر با نفوذه سیاستوالو سره په‎دې اړه خبرې کړې دي.

ورځپاڼې د سرچینې په حواله دا هم لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت ویلي، افغانان دا نه‌غواړي او د کابل-واشنګټن د امنیتي تړون سره هم په ټکر کې خبره ده.

XS
SM
MD
LG