يوه ډله افغان پناه غوښتونکي چې په جرمني کې يې د پناه غوښتنې رد شوې وې، د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسېدل.
تر شلو د لږو افغان پناه غوښتونکو دغه ډله په يوه الوتکه کې افغانستان ته ولېږل شول. دوى د جرمني د مونشن په هوايي ډګر کې الوتکې ته خېژول شوي وو.
د دغو پناه غوښتونکو الوتکه د چهارشنبې د سهار پر اتو بجو د کابل پر نړيوال هوايي ډګر کښېناستله.
د جرمني خبري اژانس په حواله، دا د ٢٠١٦میلادي کال له ډیسمبر مياشتې راهيسې د افغان پناه غوښتونکو اوولسمه ډله ده چې له جرمني اخراجېږي.
اژانس زياتوي، په مخکنيو الوتکو کې ټولټال ٣٦٦ نارينه او ښځې بېرته افغانستان ته ستانه کړاى شوي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
علي مدد ناصري په وروستيو کې له جرمني اخراج شوى، هغه د کابل هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم، رويټرز اژانس ته وويل:
"په کور کې بيده وم چې سهار پوليس راغلل او زموږ لاسونه يې وتړل. په بل ښار کې يې توقيفځاى ته بوتلو. يوه ورځ مو هلته تېره کړه. د ټیليفون اجازه يې هم نه راکوله. بيا يې په تړلو لاسونو د فرانفکورت هوايي ډګر ته راوستلو. په دې ډول يې افغانستان ته راوستلو. پرې يې نه ښودولو چې خپل کالي ټول او خپل موبايل يا کمپيوټر راواخلو."
په جولاى مياشت کې يوه افغان له جرمني څخه تر اخراج وروسته ځان وواژه.
دغه ٢٣ افغان ځوان اته کاله په جرمني کې تېر کړي وو چې وروسته کابل ته ولېږل شو.
له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو ايستل يوه جنجالي مسئله ده، ځکه انتقاد کوونکي وايي، افغانستان چې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې حملې په کې روانې دي، لا هم خطرناک هېواد ګڼل کېږي.
د ملي اردو سرچينو ويلي چې هره ورځ د افغان امنيتي ځواکونو ٣٥ غړي په بېلابېلو حملو او جګړو کې وژل کېږي.
د ملګرو ملتونو د هغه راپور له مخې چې په جولاى مياشت کې يې خپور کړى، د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٦٩٢ تنه ملکيان وژل شوي دي.