د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د افغان پناه غوښتونکو یوه ډله چې جرمني کې رد شوي، کابل ته را لېږل کېږي


د افغان پناه غوښتونکو یوه بله ډله چې په جرمني کې رد شوې،افغانستان ته لېږل کېږي.

افغان چارواکي وايي، له جرمني څخه د ویستل شویو افغان پناه غوښتونکو یوه بله ډله راتلونکې چهارشنبه کابل ته را رسېږي.

د باوریان په نوم په جرمني کې له پناه غوښتونکو سره د همکارۍ شورا ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي دي چې د رد شویو افغان پناه غوښتونکو دا ډله به په یوه پرواز کې د سې شنبه په ورځ له مونشن څخه کابل ته ولېږل شي.

له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې تر اوسه پورې ۳۶۶ افغانان چې په جرمني کې يې د پناه غوښتنه رد شوې ده، په ۱۶ پروازونو کې کابل ته استول شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو په وزارت کې له اروپايي هېوادونو څخه د رالېږونکو افغان پناه غوښتونکو د چارو مسؤل فیض الرحمان خادم ازادي راډیو ته وویل چې له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو ویستل، د افغان حکومت او اروپايي هېوادونو ترمنځ د شوې موافقې له مخې کېږي.

دی وایي:

"مونږ له ناروې، سویس او ایسلنډ پرته چې د اروپايي ټولنې غړي نه دي، له نورو ټولو اروپايي هېوادونو سره د کډوالۍ د چارو په اړه د ګډې همکارۍ سند لرو، په دې سند کې راغلي دي چې د راستنېدونکو پروسه باید مخکې له مخکې همغږه شي، د پناه غوښتونکو ټولې غوښتنې واورېدل شي، په داوطلبه ډول د راستنېدو اصل ته باید درناوی وشي او کله چې پناه غوښتونکي ویستل کېږي، د بشري حقونو مسئله باید په پام کې ونیول شي."

ښاغلي خادم وړاندې وویل چې دوی په هوايي ډګر کې له راستنېدونکو پناه غوښتونکو هرکلی کوي او هغو ځایونو ته يې انتقالوي چې د ۱۵ ورځنۍ استوګنې لپاره ورته ځانګړي شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت دې چارواکي زیاته کړه چې هغه هېوادونه چې افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته را ستنوي، له افغان ډیپلوماتیکو سرچینو سره په همغږۍ اقدام کوي.

فیض الرحمان خادم وویل، مخکې تر دې چې افغان پناه غوښتونکي له اروپايي هېوادونو بېرته خپل هېواد ته رالېږل کېږي، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره له هغوی سره مالي مرسته هم کوي.

دی وایي:

"د کډوالۍ نړیواله اداره یا ای او ایم له کوربه هېوادونو سره د تفاهم له مخې، له هغو پناه غوښتونکو سره چې د پناه غوښتنه يې رد او خپلو هېوادونو ته بېرته را استول کېږي، نقدي مرسته کوي."

جرمني په داسې حال کې یوه بله ډله رد شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته را ستنوي چې په افغانستان کې د طالبانو او داعش پر ضد جګړه لا هم دوام لري او امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG