د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۰۱

مشرانو جرګه: بلک واټر ته د افغان جګړې سپارل د منلو نه‌دي


د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي او اداري پلاوی وايي، د بلک واټر په نامه خصوصي کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې سپارل، د هېواد او خلکو په ګټه نه دي او دغه جرګه به ورسره هېڅکله موافقه ونه کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي او اداري پلاوی، د بلک واټر په نامه یوې امریکايي جنګي خصوصي کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې د سپارلو فکر او طرح د افغانستان د بربادۍ او بدمرغۍ طرح ګڼي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې له موضوع سره د یوشمېر سناتورانو د مخالفتونو او اندېښنو له څرګندونو وروسته وویل، د مشرانو جرګه به هېڅکله د بلک واټر په نامه یوخصوصي امریکايي کمپنۍ ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د روانې جګړې واګي ترلاسه کړي:

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

"که داسې یو دردوونکی بحث بیا راپورته شوی وي، موږ ته د منلو نه دی، موږ له امریکا او ناټو سره ستراتیژیک تړون لرو، نه د هغوی له جنګي کمپنیو سره، د افغانستان د جګړې خصوصي کول د افغانستان، سیمې او حتا د امریکا په ګټه نه دي او د افغان ولس پروړاندې به ډېرې بدمرغۍ رامنځته کړي."

ده له افغان حکومت او امریکا نه وغوښتل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي ټرون په موادو عمل وکړي او د تړون له موادو پرته د نورو مسایلو له رامنځته کولو ډډه وکړي.

پخوا تردې دوه ځلې بلک واټر جنګي کمپنۍ لېواله شوې چې د افغانستان روانه جګړه وروسپارل شي خو دغه طرح د افغانستان د خلکو، ملي شورا او عامو خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوې وه.

افغان حکومت او امریکا په هماغه وخت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

بلک واټر خصوصي جنګي کمپنۍ د افغانستان د جګړې د سپارلو په اړه تازه اندېښنې په داسې حال کې پیدا شوي چې په دې وروستیو کې د بلک واټر د کمپنۍ مسؤل ایریک پرنس د افغانستان یوه خصوصي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي چې د افغانستان د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوره لار د دغې جګړې خصوصي کول دي.

ده ویلي چې که د افغانستان جګړه وروسپارل شي، د زرګونو مجهزو او تجربه لرونکو پوځیانو پر مټ به د افغانستان پر وړاندې مخالفې وسله والې ډلې وځپي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوا تر دې د موضوع په اړه څه نه وو ویلي خو دا چې یاده موضوع بیا را تازه شوې او د مشرانو جرګې د غړو غبرګونونه یې راپارولي اوس وايي، دا د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو تبلیغات دي او واقعیت نه لري.

د دغه وزارت ویاند غفور جاوید ازادي راډیو ته وویل:

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

"د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو موضوع د افغانستان د حکومت، قوانینو او ولس له ګټو سره په ټکرکې ده، افغان حکومت او ولس داسې مسئایل نه مني، د ا تش تبلیغات او پروپاګندې دي، ولس او خلکو ته د افغانستان د جګړې خصوصي کول د منلو نه دي."

د پوځي چارو پوهان هم وايي، په عراق او ځینو نورو هېوادونو کې د بلک واټر کمپنۍ جنګي فعالیتونو ته په کتو سره، د افغانانو ذهنیت اماده نه دی چې د افغانستان جګړه یادې خصوصي جنګي کمپنۍ ته وسپارل شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل، بلک واټر کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې سپارل به ګاونډیو او د سیمې هېوادونوته یو ناوړه احساس پیدا او د افغانستان د سولې په اړه به د سیمې د هېوادونو د سیاسي اجماع جوړېدل ځنډني کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG