د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

والسټریټ ژورنال: د امریکا ستراتيژي په افغانستان کې اغېزناکه تمامېږي


  • والسټریټ ژورنال

والسټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالتونو د سټراټيژۍ په اړه یوه تحلیلي مقاله چاپ کړې ده.

د مقالې لیکوال ویلي چې د امریکا متحده ایالتونو پوځي او استخباراتي چارواکي د واشنګتن د پوځي سټراټيژۍ د موثریت په اړه مخالفت لري.

وړاندې لولو چې د متحده ایالتونو د پوځ چارواکي وايي د امریکا سټراټيژي په افغانستان کې اغېزناکه تمامیږي خو د دوی د نظر باالعکس استخباراتي مقامات په دې اړه منفي نظر لري.

والسټریټ ژورنال: د امریکا متحده ایالتونو پوځي او استخباراتي چارواکي د واشنګتن د پوځي سټراټيژۍ د موثریت په اړه مخالفت لري
والسټریټ ژورنال: د امریکا متحده ایالتونو پوځي او استخباراتي چارواکي د واشنګتن د پوځي سټراټيژۍ د موثریت په اړه مخالفت لري

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې تګلاره اعلان کړه.

والسټریټ ژورنال لیکلي چې ټرمپ او د ملي امنیت ټیم یې د افغانستان د اولس کلنې جګړې د ختمولو لارې چارې لټوي.

  • بلومبورګ

بلومبورګ خپرونې د افغانستان د جنګ خصوصي کولو ته پام اړولی دی.

د "بلک واټر" شرکت موسس ایریک پرنس چې اوس یې د شرکت نوم په اکاډمۍ بدل کړی ویلي چې کولای شو د افغانستان جګړه خصوصي کړو.

بلومبورګ: ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو له طرحې سره لیوالتیا ښودلې ده

په دوام کې راغلي پرنس باوري دی شپږ زره اجیر سرتیري کولای شي داسې یو کار وکړي چې یو لک او لس زره سرتیري یې نه شي کولای.

د مقالې په اساس د سپینې ماڼۍ چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو له طرحې سره لیوالتیا ښودلې ده.

د "بلک واټر" شرکت موسس ایریک پرنس چې اوس یې د شرکت نوم په اکاډمۍ بدل کړی ویلي چې کولای شو د افغانستان جګړه خصوصي کړو.
د "بلک واټر" شرکت موسس ایریک پرنس چې اوس یې د شرکت نوم په اکاډمۍ بدل کړی ویلي چې کولای شو د افغانستان جګړه خصوصي کړو.

خو د مقالې لیکوال دا طرحه یوه مرګونې غلطي بللې ده.

د لیکوال په باور د امریکا متحده ایالتونو د پوځیانو خصوصي کول بالآخره د دې سبب کیږي چې ملي سټراټيژيک مقاصد له جګړې نه د ګټې اخیستنې د انګیزې تر اغېز لاندې راشي.

XS
SM
MD
LG