د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

الکوزی:بلک واټر د افغانستان له وضعیت سره مرسته نه شي کولای


د افغانستان د مشرانو جرګي امنیتي او دفاعي کمیسیون وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان ستونزه د سولې حل لارې ته نږدې شوې د جګړې په اړه د بلک واټر کمپنۍ وړاندیز د افغانستان له وضعیت سره مرسته نه شي کولای.

د مشرانو جرګې امنیتي او دفاعي کمېسیون په دې باور دی چې افغانستان ته د بلک واټر په څېر د خصوصي امنیتي کمپنیو او یا بهرنیو عسکرو راتګ د سولې لپاره د افغانانو په هیلو خاوري اړوي.

د دغه کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي د بلک واټر کمپنۍ د وروستي وړاندیز په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل چې تجربو ښودلې چې د افغانستان جګړه د جنګ نه بلکې د سولې له لارې حلېږي.

محمد هاشم الکوزی
محمد هاشم الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"د بلک واټر کمپنۍ او یا د بهرنیو ځواکونو راتګ هېڅ کله هم د افغانستان په ګټه نه تمامېږي، موږ پر ټرمپ او ناټو غږ کوو چې نور دې د افغانستان په اړه د جنګ لار نه غوره کوي بلکې د سولې په پروسه دې کار وکړي، نو د دغې کمپنۍ د مشر وړاندیز د افغانستان په ګټه نه بلکې پر زیان دی."

دا په داسې حال کې ده چې د بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ بنسټ ایښودونکي وړاندیز کړی، هغه ځواکونه چې پخوا يي د امریکا په اردو کې خدمت کړی د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ځای ناستی شي.

فرېنس اېرک دا وړاندیز په بروکسل کې د افغانستان په اړه له غونډې وروسته کړی، کوم چې نړیوالې ټولنې پکې د افغانستان د وضعیت جاج واخیست او له دغه هېواد سره یې د لا مرستو ژمنه وکړه.

فرینس اېرک چې د ډونالد ټرمپ یو نږدې متحد هم بلل کېږي ویلي، د جنګ په خصوصي کېدو سره به د امریکا لپاره د افغانستان جګړه ارزانه تمامه شي.

ده په دې ویډیو کې چې د جمعې په ورځ يي خپره کړې ویلي دي، پاکستان لا هم له طالبانو ملاتړ او لکه د تېر په څير له امریکا سره دوکه کوي.

بلېک واټر د امریکا مشهوره امنیتي کمپنۍ ده چې اجیر سرتېري لري او په افغانستان کې یي فعالیت په ۱۳۹۲ کال کې منحل شو.

افغان حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه ویلي، خو له دې وړاندې يې د بلک واټر کمپنۍ دا ډول وړاندیزونه او په افغانستان کې د دوی فعالیت رد کړی دی.

د پوځي چارو کارپوه حی ګل سلیمانخېل بیا وايي په داسې حال کې چې افغانستان دا وخت پیاوړي ځواکونه لري، اړتیا نشته چې بهرنۍ کمپنۍ بیا د جګړو میدان ګرمولو ته راشي:

"موږ دا وخت پیاوړي کومانډو ځواکونه لرو، دوی په جغرافیه کې بلد خلک دي، خو که بهرني خلک راځي لکه د ړندو په څیر فعالیت کوي، ملامت او بې ګناه خلک نه پيژنې، وضعیت ورسره خرابیدای شي."

دی وايي بلک واټر یوه بدنامه کمپنۍ ده او د افغانستان د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته نه شي کولای.

ښاغلی سلیمانخېل وايي، د داسې وړاندیزونو پر ځای باید د افغان ځواکونو پر تجهیز او ملاتړ ټینګار وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG