د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

سولې شورا: د سولې په اړه د امریکا نوی دریځ به د سولې بهیر چټک کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان سولې په اړه د امریکا نوی دریځ به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر چټک کړي.

د دغه شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، د سولې په اړه د امریکا ټول اقدامات د افغان حکومت او د سولې عالي شورا سره په مشورې کېږي.

ښاغلي طاهري له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې له طالبانو سره د امریکا له قید او شرط پرته خبرې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره ښه پیلامه وګرځي:

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

"د امریکا متحدو ایالتونو تل په خپلو اقداماتو له موږ سره همکاري کړې او له شک پرته نن یې چې یې کومه موضوع اعلان کړې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کولای شي."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه ویلي چې امریکایان حاضر دي، له قید او شرط پرته له طالبانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي خلیلزاد له ځینو لوېدیځو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات غواړي د افغانستان د قضیې لپاره مناسبه حل لاره ومومي.

زلمي خلیلزاد دغه شان ویلي چې پاکستان غواړي له طالبانو سره د مذاکراتو د پیلولو په برخه کې له امریکا سره همکاري وکړي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

افغان حکومت د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې هم طالبانو ته له قید او شرط پرته د مذاکراتو د پیلولو وړاندیز وکړ.

که څه هم د افغان حکومت دغه وړاندیز د امریکا، پاکستان، ملګرو ملتونو او د سیمې د هېوادونو له هرکلي سره مخامخ شو خو طالبانو بیا له امریکایانو سره پر خبرو ټنګار وکړ.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي چې د افغان سولې په اړه د امریکا تازه دریځ لوی پرمختګ دی خو باید عملي شي.

نوموړي زیاته کړه:

آصف صدیقي
آصف صدیقي

"د خلیلزاد دا څرګندونې په دې معنا دي چې د امریکا متحده ایالات د سولې له پروسې په جدي توګه ملاتړ کوي او غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته زمینه برابره کړي، دغه دریځ د ولسمشر غني له مخکني دریځ سره ورته دی خو هیله لرو چې عملي شي او طالبان سولې ته اړ شي."

څه موده وړاندې د طالبانو د یو پلاوي او امریکايي چارواکو ترمنځ په قطر کې لیدل کتل تائيد شول، همدا شان په سعودي عربستان کې د افغان مسولینو او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو راپورنه هم خپاره شول.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي د شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې تر دې دمه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې اترې نه دي شوي.

اوس به ولیدل شي چې د متحده ایالاتو تازه سیاست یانې له قید او شرط پرته له وسله والو طالبانو سره د خبرو وړاندیز څومره کولای شي چې په افغانستان کې د سولې مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG