د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

افغانستان د جنیوا کنفرانس ته د کړو ژمنو نتایج او لاسته راوړنې وړاندې کوي


افغان دولت په بروکسل غونډه کې د خپلو کړیو ژمنو پایلې او لاسته راوړنې د جنیوا په راتلونکي کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې خبر په اعلان سره ټینګار کوي چې دا کنفرانس به افغان دولت ته یو ښه چانس وي چې د سیمه‎ییز اتصال، اقتصادي پرمختګونو، د ازادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کول، په دولت کې د اصلاحاتو راوستلو، خلکو ته د خدماتو رسول او نورو برخو کې د دولت هغه پرمختګونه نړیوالې ټولنې سره شریک کړي چې د بروکسل په غونډه کې یې کړي وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‎ احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د جنیوا د غونډې اهمیت په‎دې کې دی چې د افغانستان د سولې په اړه به خبرې وشي.

نوموړی وايي:

"سوله یو ډېر مهم مورد دی چې بحث به پرې وشي. بې له شکه چې سوله به موږ ته ثبات راوړي او ثبات ټول امنیتي او اقتصادي ارزښتونه رانغاړي، دغه راز به موږ خپلې ټولې لاسته راوړنې له نړیوالې ټولنې او خپلو متحدینو سره شریک کړو."

د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې یوې ګډې معلوماتي غونډې ته ویلي دي چې د سولې په تړاو د افغان دولت هلې ځلې که څه هم د هیلو یو څرک دی، خو د صلاح الدین رباني په خبره لا هم دولت له ټاکل شوي هدف څخه لېرې دي.

ښاغلي رباني دغه راز ټینګار کړی چې له نړیوالې ټولنې څخه تمه لري د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې په پروسه کېله افغان دولت سره همغږي اوسي.

ټاکل شوې د جنیوا راتلونکی کنفرانس د روان میلادي کال د نوومبر پر ۲۸مه ترسره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله وښوده چې افغان دولت وکولی شي په همدې غونډه کې د خپلو پرمختګونو په شریک کولو سره د افغانستان پر وړاندې د نړۍ اعتبار یو ځل بیا تجدید کړي.

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو مشرانو د روان کال د جولای پر ۱۱ مه او ۱۲ مه د افغانستان په اړه غونډه درلوده چې د افغانستان پر امنیت سربېره یې د دغه هېواد د ښې حکومتوالۍ، د بنسټونو پر جوړېدو، د ازادو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کېدو او دغه راز پر نورو اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره د روان کال د ډیسمبر په لومړیو کې به د استانبول پروسې اتمه غونډه په ترکیې کې ترسره شي او هلته به په اقتصادي برخو کې د افغانستان پر ژمنو او پرمختګونو بحث وشي.

XS
SM
MD
LG