د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۱۴

کله چې خلیلزاد افغانستان کې سفیر و تر اوسه څومره حالات بدل شوي؟

  • بزنېس انسایډر

بزنېس انسایډر خپرونې په افغانستان کې د امریکا د پوځ له‎خوا د «F-35B» پوځي جېټ الوتکو په تازه کارولو لیکنه کړې او د افغانستان په جګړه کې یې د دې پرمختللو الوتکو کارول د پیسو ضایع کول بللي دي.

د لیکنې لېکوال پاول شولدرا وايي،«F-35B» الوتکو د لومړي ځل لپاره د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په جګړه کې برخه واخېسته او تر ۴۰ زرو ډالرو د زیات ارزښت لرونکې بمونه یې پر هغه ښخ شوي سلاکوټ وکارول چې ځمکنیو ځواکونو نه‎شوه پاکولی.

لیکوال وايي، «F-35B» پوځي جېټ الوتکې په افغانستان کې دننه اډه نه‎لري او ښايي د دې بمبارۍ لپاره په عربي سمندر کې له کوم ځایه الوتې وي.

د لیکنې لېکوال زیاتوي، د داسې یو غیرې مهم هدف لپاره په افغانستان کې دننه په باګرام او نورو اډو کې شته ډرون او نورې الوتکې او یا افغان هوايي ځواک مؤثر بریدونه کولی شي.

لیکوال پوښتنه کوي او وايي چې که داسې وي، نو بیا ولې پر ځمکه د کلاشینکوفونو او راکټونو د یوې عادې زخیرې لپاره له دومره قیمتي، پرمختللې او پنځم نسل الوتکې د بمبارۍ لپاره وکارول شي؟

لیکوال دا چاره په افغانستان کې د امریکايي مالیه ورکوونکو د پیسو تر ټولو بده ضایع بللې ده.

  • اېن پي ار

اېن پي ار «NPR» یا د امریکا ملي راډیو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د نوي ټاکل شوې استازي زلمي خلیلزاد سره د شوې مرکې متن پر خپل ویب‎پاڼه خپور کړی.

په‎دې مرکه زلمي خلیلزاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۰۳ میلادي کال راهېسې چې دا په افغانستان کې د امریکا سفیر و، اوس حالات څومره بدل دي؟ویلي:

اوس افغانان متوسط حالت کې دی. په اقتصادي او ټولنیزه توګه د هغه وخت په مقایسه بهتره دي، خو په امنیتي لحاظ وضعیت لا ستونزمن شوی دی.

طالبان پیاوړي شوي دي او له همدې کبله ماته د امریکا په استازیتوب دا ماموریت سپارل شوی چې په افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د یو سوله‎ییز جوجاړي او د پخلاینې د توافق لپاره اسانتیا رامنځ ته‎کړم.

زلمي خلیلزاد په‎دې مرکه کې ټینګار کړی چې پخوا دوی د افغان او حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو تر پیل مخکې شرایط لرل، دا چې باید طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني او تاوتریخوالی وغندي، خو اوس په دې شرایطو تر خبرو مخکې ټینکار نه کوي او دا لوی بدلون دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې نوې ټاکل شوي استازي په دې مرکه کې زیاته کړې چې طالبان هم په‎دې پوهېږې چې د وسله‎والو فعالیتونو او تاوتریخوالي له لارې نه خپل هدف ته رسیدای شي او نه مشروعیت تر لاسه کولی شي، نو له همدې کبله هغوی هم خبرې کول غواړي.

د امریکا ملي راډیو پر خپل ویب پاڼه په دې خپرې کړې مرکې کې د ښاغلي خلیلزاد له قوله زیاته کړې:

زه د هغه څه په اړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکا حضور له شرایطو سره تړلی بللی، ډېر مثبت نظر لرم.

زه پوهېږم چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته ځانګړې پاملرنه کوي او زه ډاډمن یم، هغه پالیسي به چې نوموړې جوړه کړې، مرسته وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG